اطلاعات روز: د خلګو تر ۸۱ ورځني احتجاج او پرلت وروسته نن (يکشنبه، ۸ د سلواغې) د پاکستان حکومت د «انګور اډې» پر لار يوازې پلې تلونکو کسانو ته د تګ اجازه ورکړه.
تر دې وړاندې دا لار د پاکستاني حکومت د ويزې غوښتلو پر پرېکړه د خلګو د اعتراض او پرلت له کبله تړل شوې وه.
مګر لا هم څرګنده نه ده چې ايا د پاکستان حکومت د ویزو له پرېکړې پر شا شوی او که کومه بله حللار ورته لټول شوې ده، خو پر دغه لار لا هم بار وړونکو موټرو ته د اوښتو اجازه نه ده ورکړل شوې.
په سيمه کې ځايي سرچينو اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلي چې موټرچلوونکي له تېرو ۸۱ ورځو راهيسې د انګور اډې لارې خلاصېدو ته انتظار دي او له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
تر دې پرلت وړاندې د کندهار له سپين بولدک سره پر پوله د پاکستان اړخ ته په چمن ښار کې هم خلک تر ۱۰۰ له زياتو ورځو راهيسې د پاکستان د حکومت د ويزې غوښتلو د پرېکړې پر ضد احتجاج کوي خو پاکستانی حکومت لا پر خپل دريځ ولاړ دی.
په دې وروستيو کې د پاکستان او طالبانو د حکومت تر منځ په دې د سوادګريزو لارو پر سر جنجالونه زيات شوي، چې له وجې يې يو څو ورځې وړاندې له پاکستان سره د تګ-راتګ ټولې لارې د سوداګرۍ پر مخ بندې شوې وې.
