د پکتيکا د «انګور اډې» دروازه ۸۱ ورځې وروسته د پلې تګ پر مخ خلاصه شوه

Photo: Social Media

اطلاعات روز: د خلګو تر ۸۱ ورځني احتجاج او پرلت وروسته نن (يکشنبه، ۸ د سلواغې) د پاکستان حکومت د «انګور اډې» پر لار يوازې پلې تلونکو کسانو ته د تګ اجازه ورکړه.

تر دې وړاندې دا لار د پاکستاني حکومت د ويزې غوښتلو پر پرېکړه د خلګو د اعتراض او پرلت له کبله تړل شوې وه.

مګر لا هم څرګنده نه ده چې ايا د پاکستان حکومت د ویزو له پرېکړې پر شا شوی او که کومه بله حل‌لار ورته لټول شوې ده، خو پر دغه لار لا هم بار وړونکو موټرو ته د اوښتو اجازه نه ده ورکړل شوې.

په سيمه کې ځايي سرچينو اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلي چې موټرچلوونکي له تېرو ۸۱ ورځو راهيسې د انګور اډې لارې خلاصېدو ته انتظار دي او له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

تر دې پرلت وړاندې د کندهار له سپين بولدک سره پر پوله د پاکستان اړخ ته په چمن ښار کې هم خلک تر ۱۰۰ له زياتو ورځو راهيسې د پاکستان د حکومت د ويزې غوښتلو د پرېکړې پر ضد احتجاج کوي خو پاکستانی حکومت لا پر خپل دريځ ولاړ دی.

په دې وروستيو کې د پاکستان او طالبانو د حکومت تر منځ په دې د سوادګريزو لارو پر سر جنجالونه زيات شوي، چې له وجې يې يو څو ورځې وړاندې له پاکستان سره د تګ-راتګ ټولې لارې د سوداګرۍ پر مخ بندې شوې وې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه