د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستيال: کابل راتلونکې اونۍ د سيمه‌ييزې غونډې کوربه دی

Photo: HafizZiaAhmad

اطلاعات روز: د ايران د بهرنيو چارو وزارت مرستيال سيد رسول موسوي راتلونکې اونۍ په کابل کې د يوې «سيمه‌ييزې ناستې» د جوړېدو خبر ورکړی دی.

ده نن (پنجشنبه، ۵ د سلواغې) پر ايکس ليکلی چې «راتلونکې اونۍ به کابل د فوق العاده سيمه‌ييز ډيپلوماټيک تحرک شاهد وي».

موسوي ليکلي: «د کابل غونډه چې ايران، پاکستان، روسيه او چين پکې ګډون کوي د دوحې تر غونډې (۲۸ د سلواغې) وړاندې جوړېږي او په سيمه کې سولې، ثبات او د افغانستان د وګړو رفاه ته د افغانستان د ګاونډيانو ځانګړې پاملرنه ښيي».

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دې ويلي.

تر دې وړاندې د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي هم ويلي و چې ښايي د جنوري مياشتې تر پايه د افغانستان په اړه د روسيې، چين، ايران او پاکستان غونډه جوړه شي.

کابلوف د غونډې مشخصه نېټه او ځای نه دې ښوولي.

کابلوف ويلي چې د «ټولشموله دولت د جوړولو، له تروريزم او نشيي توکو سره د مبارزې» په لړ کې له طالبانو سره تعامل د روسيې د هغې غونډې برخه دی چې د افغانستان له درو ګاونډيانو سره به کېږي.

دا غونډه په داسې مهال کې کېږي چې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امير خان متقي پرون په کابل کې د يو شمېر هيوادونو له سفيرانو او ډيپلوماټانو سره په ليدنه کې د سیمې له هيوادونو سره د دې ډلې ډيپلوماټیکې اړيکې پام وړ ګڼلې دي او ويلي يې دې چې دا هيوادونه بايد له طالبانو سره د «مثبت تعامل» د زياتولو او دوام لپاره «سيمه‌ييزې مشورې وکړي».

ده د دې هيوادونو له ډيپلوماټانو غوښتي چې د «سيمه‌محور روايت له مخې بايد په افغانستان کې له رامنځ ته شويو فرصتونو استفاده وکړي او په همغږې توګه د ممکنه ګواښونو مديريت وکړي».

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه