اطلاعات روز: د ايران د بهرنيو چارو وزارت مرستيال سيد رسول موسوي راتلونکې اونۍ په کابل کې د يوې «سيمهييزې ناستې» د جوړېدو خبر ورکړی دی.
ده نن (پنجشنبه، ۵ د سلواغې) پر ايکس ليکلی چې «راتلونکې اونۍ به کابل د فوق العاده سيمهييز ډيپلوماټيک تحرک شاهد وي».
موسوي ليکلي: «د کابل غونډه چې ايران، پاکستان، روسيه او چين پکې ګډون کوي د دوحې تر غونډې (۲۸ د سلواغې) وړاندې جوړېږي او په سيمه کې سولې، ثبات او د افغانستان د وګړو رفاه ته د افغانستان د ګاونډيانو ځانګړې پاملرنه ښيي».
د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دې ويلي.
تر دې وړاندې د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي هم ويلي و چې ښايي د جنوري مياشتې تر پايه د افغانستان په اړه د روسيې، چين، ايران او پاکستان غونډه جوړه شي.
کابلوف د غونډې مشخصه نېټه او ځای نه دې ښوولي.
کابلوف ويلي چې د «ټولشموله دولت د جوړولو، له تروريزم او نشيي توکو سره د مبارزې» په لړ کې له طالبانو سره تعامل د روسيې د هغې غونډې برخه دی چې د افغانستان له درو ګاونډيانو سره به کېږي.
دا غونډه په داسې مهال کې کېږي چې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امير خان متقي پرون په کابل کې د يو شمېر هيوادونو له سفيرانو او ډيپلوماټانو سره په ليدنه کې د سیمې له هيوادونو سره د دې ډلې ډيپلوماټیکې اړيکې پام وړ ګڼلې دي او ويلي يې دې چې دا هيوادونه بايد له طالبانو سره د «مثبت تعامل» د زياتولو او دوام لپاره «سيمهييزې مشورې وکړي».
ده د دې هيوادونو له ډيپلوماټانو غوښتي چې د «سيمهمحور روايت له مخې بايد په افغانستان کې له رامنځ ته شويو فرصتونو استفاده وکړي او په همغږې توګه د ممکنه ګواښونو مديريت وکړي».
