طالبانو ننګرهار کې یو لیکوال او شاعر نیولی

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې طالبانو په دغه ولایت کې د عزت الله ځواب په نامه یو لیکوال او شاعر نیولی دی.

عزت الله ځواب ته یوې نږدې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې ځواب پرون (چهارشنبه، ۴ د سلواغې) له کابله ننګرهار ته د تګ پر مهال د طالبانو د استخباراتو د غړو له لوري نیول شوی او تر اوسه یې په اړه هېڅ معلومات نه دي ورکړل شوي.

سرچینه زیاتوي، چې له پرون راهیسې یې له ځواب سره یو ځل ټیلیفوني اړیکه شوې او بیا یې تر اوسه درک نه دی معلوم شوی.

بلخوا د عزت‌الله ځواب کورنۍ رسنيو سره د دغه خبر پخلی کړی او ویلي يې دي، چې نوموړی تېره ورځ سهار کابل کې له خپل کوره جلال‌اباد ته د تګ پر مهال نيول شوی دی.

د ځواب زوی په خپلې فېسبوک پاڼې ليکي: «تېره ورځ مازديګر ۴ بجې او شل دقيقي له يوې شمېرې ما ته زنګ راغی… چې عزت‌الله ځواب مو څه دی؟ ما وويل، پلار مې دی، هيله ده چې طالبان موږ پوه کړي، چې پلار مې يې ولې نيولی او اوس چېرته دی.»

لیکوال او شاعر عزت الله ځواب په ننګرهار کې د مینې مجلې بنسټګر دی، چې طنزیه شعرونو یې په ټولنیزو شبکو کې ګڼ مینوال لري.

هغه کله نا کله د شعر په ژبه د طالبانو پر حکومت او کړنو نیوکې هم کولې.

خو ځواب نه یوازې د طالبانو حکومت نقداوه، بلکې د تیر جمهوري نظام پر کړنو او چارواکو یې هم وخت ناوخت د شعر په ژبه توندې نیوکې کولې. 

بلخوا ننګرهار کې د طالبانو د استخباراتو ادارې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

له دې څو میاشتې وړاندې هم طالبانو په دغه ولایت کې یو لیکوال او شاعر نیولی و، چې بیا وروسته په ضمانت له بنده خوشی شو.

د طالبانو د حکومت په راتګ سره د خبریالانو او فرهنګي فعالانو نیول زیات شوي چې له امله یې پر طالبانو د خلکو نیوکې هم زیاتې شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه