اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې طالبانو په دغه ولایت کې د عزت الله ځواب په نامه یو لیکوال او شاعر نیولی دی.
عزت الله ځواب ته یوې نږدې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې ځواب پرون (چهارشنبه، ۴ د سلواغې) له کابله ننګرهار ته د تګ پر مهال د طالبانو د استخباراتو د غړو له لوري نیول شوی او تر اوسه یې په اړه هېڅ معلومات نه دي ورکړل شوي.
سرچینه زیاتوي، چې له پرون راهیسې یې له ځواب سره یو ځل ټیلیفوني اړیکه شوې او بیا یې تر اوسه درک نه دی معلوم شوی.
بلخوا د عزتالله ځواب کورنۍ رسنيو سره د دغه خبر پخلی کړی او ویلي يې دي، چې نوموړی تېره ورځ سهار کابل کې له خپل کوره جلالاباد ته د تګ پر مهال نيول شوی دی.
د ځواب زوی په خپلې فېسبوک پاڼې ليکي: «تېره ورځ مازديګر ۴ بجې او شل دقيقي له يوې شمېرې ما ته زنګ راغی… چې عزتالله ځواب مو څه دی؟ ما وويل، پلار مې دی، هيله ده چې طالبان موږ پوه کړي، چې پلار مې يې ولې نيولی او اوس چېرته دی.»
لیکوال او شاعر عزت الله ځواب په ننګرهار کې د مینې مجلې بنسټګر دی، چې طنزیه شعرونو یې په ټولنیزو شبکو کې ګڼ مینوال لري.
هغه کله نا کله د شعر په ژبه د طالبانو پر حکومت او کړنو نیوکې هم کولې.
خو ځواب نه یوازې د طالبانو حکومت نقداوه، بلکې د تیر جمهوري نظام پر کړنو او چارواکو یې هم وخت ناوخت د شعر په ژبه توندې نیوکې کولې.
بلخوا ننګرهار کې د طالبانو د استخباراتو ادارې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
له دې څو میاشتې وړاندې هم طالبانو په دغه ولایت کې یو لیکوال او شاعر نیولی و، چې بیا وروسته په ضمانت له بنده خوشی شو.
د طالبانو د حکومت په راتګ سره د خبریالانو او فرهنګي فعالانو نیول زیات شوي چې له امله یې پر طالبانو د خلکو نیوکې هم زیاتې شوي دي.
