اطلاعات روز: د صلصال اتحاديې د سويډن پارلمان ته په يوه ليک کې غوښتنه کړې چې د افغان پناه غوښتوونکو شړل دې ودرول شي او ويلي يې دې چې افغانستان ته د دې پناه غوښتوونکو ستنول، مرګ ته د هغوی لېږل دي. د دې اتحاديې په وينا، شاوخوا اووه زره افغان پناه غوښتوونکي له سويډن څخه د شړلو له خطر سره مخ دي.
د دې اتحاديې غړو دا خبرې پرون چهارشنبه (۴ د سلواغې) د سوسيال ډيموکراټانو ګوند د بهرنيو اړيکو د مسوولې لينیا ويکمن په ګډون د پارلمان له ځينو غړو سره د ليدنې پر مهال کړې دي او په عين حال کې يې د افغانستان د وضعیت او افغان پناه غوښتوونکو په اړه خپل ليک ورته سپارلی دی.
صلصال اتحاديې ويلي، چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو، ماشومانو، د پخواني دولت د کارمندانو او قومي ډلو لپاره د ژوند شرایط ډېر خراب شوي دي.
د دې اتحاديې په وينا، د طالبانو په حکومت کې زيات زيان د افغانستان ښځو ته اوښتی او دا قشر له خپلو حقونو محروم شوی او له جنسيتي اپارتايډ سره مخ دی.
د بشري حقونو فعالې فاطمي خاورې د طالبانو له غړو سره په ليدنه کې د طالبانو له لوري د جامو د څرنګوالي له کبله د نجونو او ښځو نيولو ته په اشارې د افغان ښځو او نجونو وضعيت خطرناک او سخت ګڼلی دی.
دې ويلي، چې هزاره ښځې او نجونې په پوښاک کې د ازادۍ او پر مدنيت، فردي ازاديو او حقونو د باور له کبله په زياته کچه د طالابنو له اذيت، شکنجې او نيونې سره مخ دي.
صلصال اتحاديې د سويډن پارلمان ته په خپل ليک کې ويلي، چې د طالبانو له لوري د قومي، مذهبي او ژبنيو ډلو په تړاو محدوديتونه تشديد شوي دي.
د دې اتحاديې په وينا، قومي او مذهبي ډلې له لوړې کچې دولتي او ادارې دندو او منصبونو څخه له بې برخې کېدلو سره-سره د مراسمو په ترسره کولو کې هم له بنديز او محدوديت سره مخ دي او لازم امنيت نه لري.
د صلصال اتحاديې په وينا، هزاره ګان د افغانستان د لويي قومې ډلې په توګه تر ټولو زيات د طالبانو له زيان او «دښمنۍ» سره مخ دي او بيا – بيا هدفي بريدونه پرې شوي دي.
د صلصال اتحاديې په اعلاميه کې راغلي چې د امنيت د تامينېدو په اړه د طالبانو ادعا دروغ ده او لاهم چاودنې او ځانمرګي بريدونه روان دي. دې اتحاديې د وروستيو دریو مياشتو بريدونو ته اشاره کړې چې تر ۴۰ زيات کسان په کې وژل شوي او لسګونه نور ژوبل دي.
صلصال اتحاديې په خپل ليک کې په سويډن کې د افغان پناه غوښتونکو وضعیت ته هم کتنه کړې او ويلي يې دي چې له ډېر وخت راهيسې په زرګونو پناه غوښتونکي په سويډن کې د اقامت د جواز ترلاسه کولو ته منتظر دي.
د دې اتحاديې په وينا، اوس مهال تقريبا اووه زره افغان پناه غوښتونکي د شړل کېدو له خطر سره مخ دي او افغانستان ته د هغوی شړل په حقيقت کې مرګ ته د هغوی استول دي ځکه چې ډیری کډوالو د طالبانو د ګواښ له کبله افغانستان پرېيښی دی.
حقوقپوهې فايزه وقار د سويډن د پارلمان له غړو سره په ليدنه کې ويلي، چې د دې هيواد دولت افغانستان د طالبانو له واکمنۍ سره-سره امن ګڼي او کډوال شړي.
د دې په وينا، د سويډن دولت اراده لري چې پناه غوښتوونکي د ازبکستان له لارې وشړي. وقار دا موضوع شرموونکې ګڼلې.
صلصال اتحاديې د سويډن له دولت څخه غوښتي چې تر اووه زره د زياتو افغان کډوالو بې برخليکي، فشار او شړل دې پای ته ورسوي او د بشري حقونو له کنوانسيون سره سم دې يو انساني او عادلانه سياست خپل کړي.
همدا راز دې اتحاديې د سويډن له دولت او پارلمان څخه غوښتي چې له اروپايي اتحاديې سره په همغږي دې په افغانستان کې د نجونو د نيونې له غندنې سره-سره د هغوی د نيونې د بنديدو او زنداني ښځو د ژر خوشې کېدو غوښتنه وکړي.
صلصال اتحاديې په پای کې ټينګار کړی چې د سويډن دولت بايد د طالبانو «غير قانوني او غير ډيموکراټيک حکومت» په رسميت ونه پېژني.
د سوسيال ډيموکراټانو د ګوند د بهرنیو اړیکو مسوولې لینیا ویکمن هم ويلي، چې سويډن به طالبان په رسيمت ونه پېژني او نه به له دې ډلې سره کوم ډول همکاري وکړي.
