صلصال اتحاديه د سويډن پارلمان ته: افغانستان ته د پناه غوښتوونکو شړل، مرګ ته د هغوی لېږل دي

اطلاعات روز: د صلصال اتحاديې د سويډن پارلمان ته په يوه ليک کې غوښتنه کړې چې د افغان پناه غوښتوونکو شړل دې ودرول شي او ويلي يې دې چې افغانستان ته د دې پناه غوښتوونکو ستنول، مرګ ته د هغوی لېږل دي. د دې اتحاديې په وينا، شاوخوا اووه زره افغان پناه غوښتوونکي له سويډن څخه د شړلو له خطر سره مخ دي.

د دې اتحاديې غړو دا خبرې پرون چهارشنبه (۴ د سلواغې) د سوسيال ډيموکراټانو ګوند د بهرنيو اړيکو د مسوولې لي‌نیا ويک‌من په ګډون د پارلمان له ځينو غړو سره د ليدنې پر مهال کړې دي او په عين حال کې يې د افغانستان د وضعیت او افغان پناه غوښتوونکو په اړه خپل ليک ورته سپارلی دی.

صلصال اتحاديې ويلي، چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو، ماشومانو، د پخواني دولت د کارمندانو او قومي ډلو لپاره د ژوند شرایط ډېر خراب شوي دي.

د دې اتحاديې په وينا، د طالبانو په حکومت کې زيات زيان د افغانستان ښځو ته اوښتی او دا قشر له خپلو حقونو محروم شوی او له جنسيتي اپارتايډ سره مخ دی.

د بشري حقونو فعالې فاطمي خاورې د طالبانو له غړو سره په ليدنه کې د طالبانو له لوري د جامو د څرنګوالي له کبله د نجونو او ښځو نيولو ته په اشارې د افغان ښځو او نجونو وضعيت خطرناک او سخت ګڼلی دی.

دې ويلي، چې هزاره ښځې او نجونې په پوښاک کې د ازادۍ او پر مدنيت، فردي ازاديو او حقونو د باور له کبله په زياته کچه د طالابنو له اذيت، شکنجې او نيونې سره مخ دي.

صلصال اتحاديې د سويډن پارلمان ته په خپل ليک کې ويلي، چې د طالبانو له لوري د قومي، مذهبي او ژبنيو ډلو په تړاو محدوديتونه تشديد شوي دي.

د دې اتحاديې په وينا، قومي او مذهبي ډلې له لوړې کچې دولتي او ادارې دندو او منصبونو څخه له بې برخې کېدلو سره-سره د مراسمو په ترسره کولو کې هم له بنديز او محدوديت سره مخ دي او لازم امنيت نه لري.

د صلصال اتحاديې په وينا، هزاره ګان د افغانستان د لويي قومې ډلې په توګه تر ټولو زيات د طالبانو له زيان او «دښمنۍ» سره مخ دي او بيا – بيا هدفي بريدونه پرې شوي دي.

د صلصال اتحاديې په اعلاميه کې راغلي چې د امنيت د تامينېدو په اړه د طالبانو ادعا دروغ ده او لاهم چاودنې او ځانمرګي بريدونه روان دي. دې اتحاديې د وروستيو دریو مياشتو بريدونو ته اشاره کړې چې تر ۴۰ زيات کسان په کې وژل شوي او لسګونه نور ژوبل دي.

صلصال اتحاديې په خپل ليک کې په سويډن کې د افغان پناه غوښتونکو وضعیت ته هم کتنه کړې او ويلي يې دي چې له ډېر وخت راهيسې په زرګونو پناه غوښتونکي په سويډن کې د اقامت د جواز ترلاسه کولو ته منتظر دي.

د دې اتحاديې په وينا، اوس مهال تقريبا اووه زره افغان پناه غوښتونکي د شړل کېدو له خطر سره مخ دي او افغانستان ته د هغوی شړل په حقيقت کې مرګ ته د هغوی استول دي ځکه چې ډیری کډوالو د طالبانو د ګواښ له کبله افغانستان پرېيښی دی.

حقوقپوهې فايزه وقار د سويډن د پارلمان له غړو سره په ليدنه کې ويلي، چې د دې هيواد دولت افغانستان د طالبانو له واکمنۍ سره-سره امن ګڼي او کډوال شړي.

د دې په وينا، د سويډن دولت اراده لري چې پناه غوښتوونکي د ازبکستان له لارې وشړي. وقار دا موضوع شرموونکې ګڼلې.

صلصال اتحاديې د سويډن له دولت څخه غوښتي چې تر اووه زره د زياتو افغان کډوالو بې برخليکي، فشار او شړل دې پای ته ورسوي او د بشري حقونو له کنوانسيون سره سم دې يو انساني او عادلانه سياست خپل کړي.

همدا راز دې اتحاديې د سويډن له دولت او پارلمان څخه غوښتي چې له اروپايي اتحاديې سره په همغږي دې په افغانستان کې د نجونو د نيونې له غندنې سره-سره د هغوی د نيونې د بنديدو او زنداني ښځو د ژر خوشې کېدو غوښتنه وکړي.

صلصال اتحاديې په پای کې ټينګار کړی چې د سويډن دولت بايد د طالبانو «غير قانوني او غير ډيموکراټيک حکومت» په رسميت ونه پېژني.

د سوسيال ډيموکراټانو د ګوند د بهرنیو اړیکو مسوولې لی‌نیا ویک‌من هم ويلي، چې سويډن به طالبان په رسيمت ونه پېژني او نه به له دې ډلې سره کوم ډول همکاري وکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه