په ننګرهار، ميدان وردګو او بغلان کې ترافيکي پېښو نهه تنه مړه کړي

اطلاعات روز: په ننګرهار، ميدان وردګو او بغلان ولایتونو کې د درو ترافيکي پېښو له امله نهه تنه مړه شوي او پنځه تنه نور ژوبل دي.

په ننګرهار کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ وياند عبدالبصير زابلي وايي چې نن (سې‌شنبه، ۲۶ د مرغومې) مازيګر څلور بجې د دې ولايت د بهسودو ولسوالۍ په «لسمې ويالې» سیمه کې يو موټر د کانال اوبو ته غورځېدلی او ناست دوه تنه پکې مړه شوي.

د نوموړي په وينا، پېښه د ګړندي تګ له امله را منځ ته شوې.

همدا راز، د ميدان وردګ ولايت په سيد اباد ولسوالۍ کې د کابل – کندهار پر لويه لار په رامنځ ته شوې ترافيکي پېښه کې درې تنه مړه او دوه نور ژوبل شوي دي.

د طالبانو تر مديريت لاندې د باختر خبري اژانس په وينا، دا پېښه تېره شپه (دوشنبه، ۲۵ د مرغومې) را منځ ته شوې او د سپرليو يوه کرولا ډوله موټر له يوه بار وړونکي موټر سره ټکر کړی دی.

باختر خبري اژانس، په پېښه کې د ژوبلو کسانو وضعيت وخيم ښوولی دی.

همدارنګه په بغلان کې د طالبانو امنيې قومندانۍ په يوه اعلاميه کې ويلي چې د دې ولايت د مرکزي بغلان ولسوالۍ په «دروازه کن» سيمه کې نن سهار شاوخوا يوولس بجې د يوې ترافيکي پېښې له امله څلور تنه مړه شوي او درې نور ژوبل دي.

د امنيې قومندانۍ په اعلاميه کې ويل شوي چې يوه «پاسو» ډوله موټر له يوه «هينو» ډوله بار وړونکي موټر سره ټکر کړی چې له امله يې د يوې ښځې په شمول څلور تنه مړه شوي دي.

د اعلاميې له مخې، ژوبل کسان روغتون ته لېږدول شوي دي خو د وضعيت په اړه يې څه نه دې ويلي.

د دې پېښې لامل بې احتياطي ياده شوې.

ترافيکي پېښې هر کال په افغانستان کې د سلګونو کسانو ژوند اخلي.

د معياري لارو نشتون، د موټر چلوونکو بې احتياطي او د موټر چلونې د اصولو نه مراعتول په هيواد کې د ترافيکي پېښو اصلي لاملونه ګڼل کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه