اطلاعات روز: په ننګرهار، ميدان وردګو او بغلان ولایتونو کې د درو ترافيکي پېښو له امله نهه تنه مړه شوي او پنځه تنه نور ژوبل دي.
په ننګرهار کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ وياند عبدالبصير زابلي وايي چې نن (سېشنبه، ۲۶ د مرغومې) مازيګر څلور بجې د دې ولايت د بهسودو ولسوالۍ په «لسمې ويالې» سیمه کې يو موټر د کانال اوبو ته غورځېدلی او ناست دوه تنه پکې مړه شوي.
د نوموړي په وينا، پېښه د ګړندي تګ له امله را منځ ته شوې.
همدا راز، د ميدان وردګ ولايت په سيد اباد ولسوالۍ کې د کابل – کندهار پر لويه لار په رامنځ ته شوې ترافيکي پېښه کې درې تنه مړه او دوه نور ژوبل شوي دي.
د طالبانو تر مديريت لاندې د باختر خبري اژانس په وينا، دا پېښه تېره شپه (دوشنبه، ۲۵ د مرغومې) را منځ ته شوې او د سپرليو يوه کرولا ډوله موټر له يوه بار وړونکي موټر سره ټکر کړی دی.
باختر خبري اژانس، په پېښه کې د ژوبلو کسانو وضعيت وخيم ښوولی دی.
همدارنګه په بغلان کې د طالبانو امنيې قومندانۍ په يوه اعلاميه کې ويلي چې د دې ولايت د مرکزي بغلان ولسوالۍ په «دروازه کن» سيمه کې نن سهار شاوخوا يوولس بجې د يوې ترافيکي پېښې له امله څلور تنه مړه شوي او درې نور ژوبل دي.
د امنيې قومندانۍ په اعلاميه کې ويل شوي چې يوه «پاسو» ډوله موټر له يوه «هينو» ډوله بار وړونکي موټر سره ټکر کړی چې له امله يې د يوې ښځې په شمول څلور تنه مړه شوي دي.
د اعلاميې له مخې، ژوبل کسان روغتون ته لېږدول شوي دي خو د وضعيت په اړه يې څه نه دې ويلي.
د دې پېښې لامل بې احتياطي ياده شوې.
ترافيکي پېښې هر کال په افغانستان کې د سلګونو کسانو ژوند اخلي.
د معياري لارو نشتون، د موټر چلوونکو بې احتياطي او د موټر چلونې د اصولو نه مراعتول په هيواد کې د ترافيکي پېښو اصلي لاملونه ګڼل کېږي.
