اطلاعات روز: د طالبانو د کورنيو چارو سرپرست وزير سراج الدين حقاني د جاپان د ساساکاوا د سولې بنسټ له پلاوي سره په ليدنه کې ويلي چې د افغانستان د خلګو بنسټيزې بشري اړتياوې بايد له سياسي مسايلو بېلي وارزول شي.
د طالبانو د کورنيو چارو وزارت له اعلاميې سره سم، ښاغلي حقاني نن (دوشنبه، ۴ د مرغومې) له دې پلاوي سره په ليدنه کې ويلي چې بهرنيان پر دې ډلې کوم بنديزونه لګوي، د «بشري اړتياوو د ناورين» لامل کېږي.
ده زياته کړې چې سياسي مسايل په اوږده مهال کې د خبرو، تفاهم او دوه اړخيزو اړيکو له لارې د حل وړ دي.
د طالبانو د کورنيو چارو وزارت سرپرست د ساساکاوا د سولې بنسټ له پلاوي غوښتي چې د افغانستان په تړاو دې نورو ته «سم او واقعبينانه» انځور ورکړي، تر څو ښې سياسي پرېکړي وشي.
د جاپان د ساساکاوای د سولې بنسټ پلاوي تازه کابل ته سفر کړی. په دې پلاوي کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشري ځانګړی استازی او په افغانستان کې د يوناما پخوانی رييس تاداميچي ياماموتو هم شامل دي.
دې پلاوي تر دې وړاندې د طالبانو د لومړي وزير له اداري مرستيال عبدالسلام حنفي سره هم ليدلي و. کابل ته د دې سفر د پلاوي موخې لا هم روښانه نه دي او د دې پلاوي غړي هم د طالبانو له چارواکو سره د خپلو ليدنو په اړه څرګندونې نه دې کړې.
