حقاني د ساساکاوا د سولې بنسټ له پلاوي سره په ليدنه کې: بشري اړتياوې بايد له سياسي مسايلو بېلي وارزول شي

اطلاعات روز: د طالبانو د کورنيو چارو سرپرست وزير سراج الدين حقاني د جاپان د ساساکاوا د سولې بنسټ له پلاوي سره په ليدنه کې ويلي چې د افغانستان د خلګو بنسټيزې بشري اړتياوې بايد له سياسي مسايلو بېلي وارزول شي.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت له اعلاميې سره سم، ښاغلي حقاني نن (دوشنبه، ۴ د مرغومې) له دې پلاوي سره په ليدنه کې ويلي چې بهرنيان پر دې ډلې کوم بنديزونه لګوي، د «بشري اړتياوو د ناورين» لامل کېږي.

ده زياته کړې چې سياسي مسايل په اوږده مهال کې د خبرو، تفاهم او دوه اړخيزو اړيکو له لارې د حل وړ دي.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت سرپرست د ساساکاوا د سولې بنسټ له پلاوي غوښتي چې د افغانستان په تړاو دې نورو ته «سم او واقعبينانه» انځور ورکړي، تر  څو ښې سياسي پرېکړي وشي.

د جاپان د ساساکاوای د سولې بنسټ پلاوي تازه کابل ته سفر کړی. په دې پلاوي کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشري ځانګړی استازی او په افغانستان کې د يوناما پخوانی رييس تاداميچي ياماموتو هم شامل دي.

دې پلاوي تر دې وړاندې د طالبانو د لومړي وزير له اداري مرستيال عبدالسلام حنفي سره هم ليدلي و. کابل ته د دې سفر د پلاوي موخې لا هم روښانه نه دي او د دې پلاوي غړي هم د طالبانو له چارواکو سره د خپلو ليدنو په اړه څرګندونې نه دې کړې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه