اطلاعات روز: په کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رياست وايي چې کندهار کې يې پنځوسو ځوانانو ته د فريلانسينګ او انلاين تجارت روزنيز پروګرام پيل کړی دی.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د ځوانانو چارو امر احمد الله سعيد وايې چې د فريلانسينګ يا هم انلاين تجارت په مټ ځوانان کولای شي د نړۍ په بېلابېلو هيوادونو کې له بېلابېلو افرادو او کمپنيو سره په انلاين ډول کار وکړي او له دې لارې ښه عايد لاسته راوړي.
دی زياتوي، اوسمهال يې په کندهار کې پنځوسو ځوانانو ته د يوې مياشتې لپاره په همدې برخه کې زدهکړي ورکول پيل کړي او په راتلونکې کې به يې د زدهکوونکو شمېر تر دې هم زيات شي.
د ځوانانو د امر سعيد په وينا، هغو ځوانانو ته به يو -يو وړيا کمپيوټر هم ورکړي چې د فريلانسينګ یا انلاين تجارت له ازموینو بریالي راووزي.
په ورته وخت کې د فريلانسينګ د زده کړې د مرکز يو تن زدهکوونکی حکمت الله وايې، د انلاين تجارت په اړه يې اورېدلي و خو اوس مهال يې په عملي توګه زده کړې تر لاسه کوي. دی زياتوي چې وړاندې بې کاره و، خو اوس هيله من دی چې په دې سره به يې ستونزې حل شي.
همدارنګه د انلاین تجارت بل زدهکوونکي سميع الله ويلي چې وړاندې يې د دې کار د پيلولو هڅې کړي خو امکانات ورسره نه و. دی وايي چې د طالبانو د حکومت د نه رسميت له وجې په انلاين سوداګرۍ بوخت ځوانان نشي کولای په مستقيمه توګه خپلي پيسې هيواد ته انتقال کړي او پر بېلابېلو لارو یې خپلو اکونټونو ته لېږدوي.
په دې برخه کې مصروف ځوانان د برق او انټرنيټ له نشتون څخه سر ټکوي او وايي چې د زده کړې له مرکزه دباندې دې اسانتياوو ته لاسرسی نه لري.
تراوسه يوازې پنځوسو تنو ځوانانو ته د فريلانسينګ یا انلاين تجارت زدهکړي پيل شوې دي خو ګڼ شمېر نور ځوانان هم د دې زده کړو د پراختيا غوښتنه کوي.
