په کندهار کې د انلاين سوداګرۍ د زده کړې لپاره د ځوانانو زياتيدونکې هڅې

انځور: استول شوی

اطلاعات روز: په کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رياست وايي چې کندهار کې يې پنځوسو ځوانانو ته د فري‌لانسينګ او انلاين تجارت روزنيز پروګرام پيل کړی دی.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د ځوانانو چارو امر احمد الله سعيد وايې چې د فري‌لانسينګ يا هم انلاين تجارت په مټ ځوانان کولای شي د نړۍ په بېلابېلو هيوادونو کې له بېلابېلو افرادو او کمپنيو سره په انلاين ډول کار وکړي او له دې لارې ښه عايد لاسته راوړي.

دی زياتوي، اوسمهال يې په کندهار کې پنځوسو ځوانانو ته د يوې مياشتې لپاره په همدې برخه کې زده‌کړي ورکول پيل کړي او په راتلونکې کې به يې د زده‌کوونکو شمېر تر دې هم زيات شي.

د ځوانانو د امر سعيد په وينا، هغو ځوانانو ته به يو -يو وړيا کمپيوټر هم ورکړي چې د فري‌لانسينګ یا انلاين تجارت له ازموینو بریالي راووزي.

په ورته وخت کې د فري‌لانسينګ د زده کړې د مرکز يو تن زده‌کوونکی حکمت الله وايې، د انلاين تجارت په اړه يې اورېدلي و خو اوس مهال يې په عملي توګه زده‌ کړې تر لاسه کوي. دی زياتوي چې وړاندې بې کاره و، خو اوس هيله من دی چې په دې سره به يې ستونزې حل شي.

همدارنګه د انلاین تجارت بل زده‌کوونکي سميع الله ويلي چې وړاندې يې د دې کار د پيلولو هڅې کړي خو امکانات ورسره نه و. دی وايي چې د طالبانو د حکومت د نه رسميت له وجې په انلاين سوداګرۍ بوخت ځوانان نشي کولای په مستقيمه توګه خپلي پيسې هيواد ته انتقال کړي او پر بېلابېلو لارو یې خپلو اکونټونو ته لېږدوي.

په دې برخه کې مصروف ځوانان د برق او انټرنيټ له نشتون څخه سر ټکوي او وايي چې د زده کړې له مرکزه دباندې دې اسانتياوو ته لاسرسی نه لري.

تراوسه يوازې پنځوسو تنو ځوانانو ته د فريلانسينګ یا انلاين تجارت زده‌کړي پيل شوې دي خو ګڼ شمېر نور ځوانان هم د دې زده کړو د پراختيا غوښتنه کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه