چين: طالبان دې د رسميت پيژندنې لپاره د نړيوالې ټولنې هيلې ځواب کړي

Photo: fmprc.gov.cn

اطلاعات روز: د چين د بهرنيو چارو وزارت وايي چې طالبان بايد د رسميت پيژندنې لپاره د نړيوالې ټولنې هيلو ته ځواب ووايي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ونبين نن (سې‌شنبه، ۱۴ د ليندۍ) په يوه خبري کانفرانس کې ويلي: «موږ په دې باور يو چې د افغانستان د دولت [طالبانو] ډيپلوماټيکه رسميت پېژندنه به په طبيعي توګه د ښکېلو اړخونو اندېښنو ته د موثر ځواب ويلو له لارې ترسره شي.»

د چين د بهرنيو چارو وزارت له لوري د خپاره شوي متن پر اساس، د دې وزارت وياند دا څرګندونې د جرمني د «ای آر ډي» ټلويزون د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې کړې دي.

د دې رسنۍ خبريال په بيجينګ کې د طالبانو د سفير په توګه د بلال کريمي د ټاکل کېدو په اړه پوښتلي چې «ايا چين په رسمي توګه د افغانستان اسلامي امارت (طالبان) په رسميت پېژني؟»

د چين د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې دا هيواد په دې باور دی چې «افغانستان بايد له نړيوالې ټولنې ګوښه نه کړای شي».

ده زياته کړې: «هيله لرو چې افغانستان [طالبان] د نړيوالې ټولنې هيلو ته نور ځواب هم ووايي. يو پرانيستی او پراخ سياسي جوړښت را منځ ته کړي او کورني او بهرني معتدل او محتاط سياستونه غوره کړي.»

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند همدا راز ويلي چې هيله کېږي طالبان «د تروريزم له ټولو بڼو سره په غوڅ ډول مبارزه وکړي، د ګاونډيانو په شمول له ټولو هيوادونو سره دوستانه اړيکې پراخې کړي او خپل ځان په نړيواله ټولنه کې مدغم کړي».

چين پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهيسې له دې ډلې سره پراخ تعامل کړی، خو تر اوسه يې د دې ډلې سرپرست حکومت لا هم په رسميت نه دی پېژندلی.

طالبانو په تازه توګه د خپل وياند پخوانی مرستيال بلال کريمي په چين کې د افغانستان د سفارت سرپرست ټاکلی او د چين د بهرنيو چارو وزارت يې هم باورليک منلی دی.

تر دې وړاندې په افغانستان کې د چين نوي سفير خپل باورليک د طالبانو لومړي وزير محمد حسن آخوند ته سپارلی و. دی د يوه هيواد لومړی سفير و چې په رسمي مراسمو کې يې د طالبانو لومړي وزير ته خپل باورليک وسپاره.  

تر اوسه د بل هيڅ هيواد سفير خپل باورليک طالب چارواکو ته نه دی سپارلی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه