اطلاعات روز: د چين د بهرنيو چارو وزارت وايي چې طالبان بايد د رسميت پيژندنې لپاره د نړيوالې ټولنې هيلو ته ځواب ووايي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ونبين نن (سېشنبه، ۱۴ د ليندۍ) په يوه خبري کانفرانس کې ويلي: «موږ په دې باور يو چې د افغانستان د دولت [طالبانو] ډيپلوماټيکه رسميت پېژندنه به په طبيعي توګه د ښکېلو اړخونو اندېښنو ته د موثر ځواب ويلو له لارې ترسره شي.»
د چين د بهرنيو چارو وزارت له لوري د خپاره شوي متن پر اساس، د دې وزارت وياند دا څرګندونې د جرمني د «ای آر ډي» ټلويزون د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې کړې دي.
د دې رسنۍ خبريال په بيجينګ کې د طالبانو د سفير په توګه د بلال کريمي د ټاکل کېدو په اړه پوښتلي چې «ايا چين په رسمي توګه د افغانستان اسلامي امارت (طالبان) په رسميت پېژني؟»
د چين د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې دا هيواد په دې باور دی چې «افغانستان بايد له نړيوالې ټولنې ګوښه نه کړای شي».
ده زياته کړې: «هيله لرو چې افغانستان [طالبان] د نړيوالې ټولنې هيلو ته نور ځواب هم ووايي. يو پرانيستی او پراخ سياسي جوړښت را منځ ته کړي او کورني او بهرني معتدل او محتاط سياستونه غوره کړي.»
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند همدا راز ويلي چې هيله کېږي طالبان «د تروريزم له ټولو بڼو سره په غوڅ ډول مبارزه وکړي، د ګاونډيانو په شمول له ټولو هيوادونو سره دوستانه اړيکې پراخې کړي او خپل ځان په نړيواله ټولنه کې مدغم کړي».
چين پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهيسې له دې ډلې سره پراخ تعامل کړی، خو تر اوسه يې د دې ډلې سرپرست حکومت لا هم په رسميت نه دی پېژندلی.
طالبانو په تازه توګه د خپل وياند پخوانی مرستيال بلال کريمي په چين کې د افغانستان د سفارت سرپرست ټاکلی او د چين د بهرنيو چارو وزارت يې هم باورليک منلی دی.
تر دې وړاندې په افغانستان کې د چين نوي سفير خپل باورليک د طالبانو لومړي وزير محمد حسن آخوند ته سپارلی و. دی د يوه هيواد لومړی سفير و چې په رسمي مراسمو کې يې د طالبانو لومړي وزير ته خپل باورليک وسپاره.
تر اوسه د بل هيڅ هيواد سفير خپل باورليک طالب چارواکو ته نه دی سپارلی.
