اسماعيل خان: د نړۍ لپاره به د طالبانو د رسميت پيژندنې پايلې ډېري ترخې وې

Photo:AISS_Afg

اطلاعات روز: پخوانی جهادي رهبر او د «جمعیت اسلامی افغانستان» ګوند لوړپوړی غړی محمد اسماعيل خان وايي چې «نړۍ د طالبانو او افغانستان د شرایطو په ليدلو سره جرأت نه کوي چې طالبانو ته مشروعيت ورکړي، د دې کار پايلې به ترخې وي.»

اسماعيل خان نن (سې‌شنبه، ۷ د ليندۍ) د تاجيکستان په دوشنبې ښار کې د «هرات د امنيتي خبرو-اترو» په يوولسم دور کې ويلي چې «د طالبانو په وړاندې د نړۍ حوصله پر خلاصېدو ده.»

د افغانستان د ستراتېژيکو مطالعاتو انسټيټيوټ چې د دې غونډې کوربتوب کوي، د دې پخواني جهادي رهبر د خبرو ځيني ويډيويي برخې يې پر ايکس او فېسبوک خپرې کړې دي.

اسماعيل خان په دې غونډه کې ويلي: «د طالبانو د ۸۰۰ ورځو جابرانه او ظالمانه واکمنۍ پر مهال د هيواد معدنونه لوټل شوي، د هيواد اقتصاد پاشل شوی او وحشتناک فقر غوړېدلی دی.»

ده زياته کړې چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته «ميليونونو خلګو هيواد پرېيښی او د دې پر ځای له پاکستانه راتلونکې په ميليونونو کډوال او پناه غوښتونکي ځای پر ځای کېږي چې موخه يې د هيواد د نفوسو د ترکيب بدلون او د هيواد لوېديځو او شمالي پولو ته د ناامنۍ انتقال دی.»

اسماعيل خان د طالبانو د جهادي مدرسو جوړېدو ته هم اشاره کړې ده او ويلي يې دي: «د زرګونو داسې مدرسو جوړول چې د ګټور علم پر ځای ځانمرګي روزي، سيمه او نړۍ اور ته نيسي.»

ده د سيمې له هيوادونو غوښتي چې متوجې دي وي چې د طالبانو د ملاتړو استخباراتو «تر پردې شاته او څو اړخيزې برنامې» به نړۍ او سيمه وننګوي او له بې مخينې کشمکشونو سره به يې مخ کړي او يوازې د افغانستان خلګ به د شته شرايطو له دوامه ونه کړېږي.

اسماعيل خان په دې غونډه کې ويلي چې تېرو تجربو ښوولې چې د غير متمرکز نظام له جوړولو او په هيواد کې د کلتوري تنوع او تکثر له منلو پرته او همدا راز د افغانستان په چارو کې د نه مداخلې اصل ته د سيمې او تر سيمې د هاخوا هيوادونو له احترام ماسوا «په هيواد کې د ثبات او ټيکاو د راوستلو بله هيڅ لار نشته».

اسماعيل خان پرون هم د دې غونډې په څنډو کې له يو شمېر خبريالانو سره د افغانستان د وضعيت په اړه خبرې کړې وې.

ده د طالبانو واکمنېدل يوه «نړيواله دسيسه» بللې وه او ويلي يې و چې کومو هيوادونو د دې ډلې له راوستلو سره مرسته کړې ده،  پښېمانه دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه