اطلاعات روز: پخوانی جهادي رهبر او د «جمعیت اسلامی افغانستان» ګوند لوړپوړی غړی محمد اسماعيل خان وايي چې «نړۍ د طالبانو او افغانستان د شرایطو په ليدلو سره جرأت نه کوي چې طالبانو ته مشروعيت ورکړي، د دې کار پايلې به ترخې وي.»
اسماعيل خان نن (سېشنبه، ۷ د ليندۍ) د تاجيکستان په دوشنبې ښار کې د «هرات د امنيتي خبرو-اترو» په يوولسم دور کې ويلي چې «د طالبانو په وړاندې د نړۍ حوصله پر خلاصېدو ده.»
د افغانستان د ستراتېژيکو مطالعاتو انسټيټيوټ چې د دې غونډې کوربتوب کوي، د دې پخواني جهادي رهبر د خبرو ځيني ويډيويي برخې يې پر ايکس او فېسبوک خپرې کړې دي.
اسماعيل خان په دې غونډه کې ويلي: «د طالبانو د ۸۰۰ ورځو جابرانه او ظالمانه واکمنۍ پر مهال د هيواد معدنونه لوټل شوي، د هيواد اقتصاد پاشل شوی او وحشتناک فقر غوړېدلی دی.»
ده زياته کړې چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته «ميليونونو خلګو هيواد پرېيښی او د دې پر ځای له پاکستانه راتلونکې په ميليونونو کډوال او پناه غوښتونکي ځای پر ځای کېږي چې موخه يې د هيواد د نفوسو د ترکيب بدلون او د هيواد لوېديځو او شمالي پولو ته د ناامنۍ انتقال دی.»
اسماعيل خان د طالبانو د جهادي مدرسو جوړېدو ته هم اشاره کړې ده او ويلي يې دي: «د زرګونو داسې مدرسو جوړول چې د ګټور علم پر ځای ځانمرګي روزي، سيمه او نړۍ اور ته نيسي.»
ده د سيمې له هيوادونو غوښتي چې متوجې دي وي چې د طالبانو د ملاتړو استخباراتو «تر پردې شاته او څو اړخيزې برنامې» به نړۍ او سيمه وننګوي او له بې مخينې کشمکشونو سره به يې مخ کړي او يوازې د افغانستان خلګ به د شته شرايطو له دوامه ونه کړېږي.
اسماعيل خان په دې غونډه کې ويلي چې تېرو تجربو ښوولې چې د غير متمرکز نظام له جوړولو او په هيواد کې د کلتوري تنوع او تکثر له منلو پرته او همدا راز د افغانستان په چارو کې د نه مداخلې اصل ته د سيمې او تر سيمې د هاخوا هيوادونو له احترام ماسوا «په هيواد کې د ثبات او ټيکاو د راوستلو بله هيڅ لار نشته».
اسماعيل خان پرون هم د دې غونډې په څنډو کې له يو شمېر خبريالانو سره د افغانستان د وضعيت په اړه خبرې کړې وې.
ده د طالبانو واکمنېدل يوه «نړيواله دسيسه» بللې وه او ويلي يې و چې کومو هيوادونو د دې ډلې له راوستلو سره مرسته کړې ده، پښېمانه دي.
