د پکتيکا ګيان ولسوالۍ زلزله ځپلو ته د کورونو جوړولو لپاره څه باندې ۵۵ ميليونه افغانۍ ووېشل شوې

انځور: د پکتيکا کډوالو رياست

اطلاعات روز: د کډوالو نړيوال سازمان يا IOM له خوا د پکتيکا ولايت په ګيان ولسوالۍ کې د سرپناه جوړولو په موخه زلزله ځپلو کورنيو ته ۵۵ میلیونه، ۱۳۵ زره او ۶۰۰ افغانۍ وویشل شوې.

د پکتيکا ولايت لپاره د طالبانو د کډوالو او بيرته راستنيدونکو چارو رياست مسوولين وايي، ياده مرسته نن (چهارشنبه، ۲۴ د لړم)  د ګيان ولسوالۍ له ۴۶۱ کورنيو سره د دوهم قسط له مخې شوې او په خبره يې چې هرې کورنۍ ته ۱۱۹۶۰۰ افغانۍ ورکړل شوي دي.

مسوولين زياتوي چې له دې وړاندې هم له زلزله ځپلو کورنيو سره د سرپناه په موخه نغدي مرسته شوې وه.

خو دغه ولسوالۍ کې بيا د ځينو سيمو اوسېدونکي نيوکه کوي چې له ګڼو مرستو سره سره لاهم دوی ته په سرپناه برخه کې توجه نه دی شوې او په خبره يې چې د راتلونکي سوړ ژمي لپاره خپلو ماشومانو ته اندېښمن دي.

په دې اړه د ګيان يو اوسېدونکی لالی داسې وايي: «زه د ګيان له ټولې ولسوالۍ معلومات لرم په تېرو دوو کلونو کې د خدای بلا مرستې راغلې خو دلته زمونږ په شمول داسې سيمې او کلي شته چې يوازې په يوه بوجۍ اوړو او غوړيو غلط شوي او نور بيا له پامه غورځول شوي يو، نو غوښتنه مو دا ده چې که د ژمي په راتګ اوس کورونه نه راته جوړيږي نو نغدي مرسته خو دې راسره وکړي.»

ګيان او برمل د پکتيکا او خوست کې سپېره هغه ولسوالۍ دي چې شاوخوا يو نیم کال وړاندې په کې یوې زورورې زلزلې د دغو ولسواليو اوسېدونکو ته ګڼ مالي او ځاني زيانونه واړول.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه