اطلاعات روز: د کډوالو نړيوال سازمان يا IOM له خوا د پکتيکا ولايت په ګيان ولسوالۍ کې د سرپناه جوړولو په موخه زلزله ځپلو کورنيو ته ۵۵ میلیونه، ۱۳۵ زره او ۶۰۰ افغانۍ وویشل شوې.
د پکتيکا ولايت لپاره د طالبانو د کډوالو او بيرته راستنيدونکو چارو رياست مسوولين وايي، ياده مرسته نن (چهارشنبه، ۲۴ د لړم) د ګيان ولسوالۍ له ۴۶۱ کورنيو سره د دوهم قسط له مخې شوې او په خبره يې چې هرې کورنۍ ته ۱۱۹۶۰۰ افغانۍ ورکړل شوي دي.
مسوولين زياتوي چې له دې وړاندې هم له زلزله ځپلو کورنيو سره د سرپناه په موخه نغدي مرسته شوې وه.
خو دغه ولسوالۍ کې بيا د ځينو سيمو اوسېدونکي نيوکه کوي چې له ګڼو مرستو سره سره لاهم دوی ته په سرپناه برخه کې توجه نه دی شوې او په خبره يې چې د راتلونکي سوړ ژمي لپاره خپلو ماشومانو ته اندېښمن دي.
په دې اړه د ګيان يو اوسېدونکی لالی داسې وايي: «زه د ګيان له ټولې ولسوالۍ معلومات لرم په تېرو دوو کلونو کې د خدای بلا مرستې راغلې خو دلته زمونږ په شمول داسې سيمې او کلي شته چې يوازې په يوه بوجۍ اوړو او غوړيو غلط شوي او نور بيا له پامه غورځول شوي يو، نو غوښتنه مو دا ده چې که د ژمي په راتګ اوس کورونه نه راته جوړيږي نو نغدي مرسته خو دې راسره وکړي.»
ګيان او برمل د پکتيکا او خوست کې سپېره هغه ولسوالۍ دي چې شاوخوا يو نیم کال وړاندې په کې یوې زورورې زلزلې د دغو ولسواليو اوسېدونکو ته ګڼ مالي او ځاني زيانونه واړول.
