د پاکستان د بشري حقونو کميسيون: د افغانستان له وګړو سره د ناسم چلند په تړاو راپورونو «هېښ» کړي يو

Photo: via Social Media

اطلاعات روز: د پاکستان د بشري حقونو کميسيون وايي په سند، اسلام اباد، بلوچستان او خيبرپښتونخوا کې له افغان وګړو سره د ناسم چلند په تړاو د راپورونو په تر لاسه کولو «هېښ» شوي دي.

دې بنسټ نن (سې‌شنبه، ۱۶ د لړم) پر ايکس ليکلي چې دا چلند د پاکستان د دولت له لوري د مهاجرينو د شړلو په لړ کې شوي او له کبله يې تر قانوني عمر کم افراد ايستل شوي او په پاکستان کې له خپلو کورنيو بېل کړل شوي دي.

د پاکستان د بشري حقونو کميسيون ليکلي چې د دې هيواد دولت د مدني ټولنې او د کډوالو په چارو کې د نړيوالو ادارو له سخت انتقاد سره-سره د کډوالو او پناه غوښتونکو پر ايستلو په ټينګار کولو «نړيوال عرفي قوانين» نقض کړي دي.

دې بنسټ ويلي چې ايالتونه او د دې هيواد فيډرالي حکومت بايد ډاډ تر لاسه کړي چې د افغانستان له ټولو وګړو سره له درناوي ډک چلند کېږي او په هيڅ ډول شرايطو کې هم بايد ماشومان له مور و پلار څخه بېل نه کړل شي.

د پاکستان د بشري حقونو کميسيون د دې هيواد له حکومته يو ځل بيا غوښتنه کړې چې د کډوالو د ايستلو پر پرېکړه دې «بيا کتنه» وکړي.

پاکستاني پوليسو د دې هيواد د دولت له لوري د ورکړل شوي مهلت تر پای ته رسېدو وروسته د «غير قانوني» کډوالو او پناه غوښتونکو د نيولو او د هغوی د ايستلو بهير پيل کړی دی.

د خپرو شويو ويډيوګانو پر اساس، پاکستاني پوليسو حتا په ځينو سيمو کې کور په کور پلټنې پیل کړې دي.

داسې راپورونه هم شته چې پاکستاني پوليسو د مېشتيدنې د قانوني اسنادو لرونکي کډوال او پناه غوښتونکي هم نيولي دي.

پاکستان تر ۱.۷ ميليون زياتو «غير قانوني» کډوالو او پناه غوښتونکو ته د نومبر تر لومړۍ نيټې وخت ورکړی و چې دا هيواد پرېږدي، که ولاړ نشي نو په جبري توګه به وايستل شي.

طالبانو اعلان کړی دی چې د روان ميلادي کال د سپټمبر مياشتې له ۱۷ نيټې راهيسې، شاوخوا ۲۰۰ زره تنه يوازي د تورخم له لارې له پاکستانه افغانستان ته راستانه شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه