اطلاعات روز: د پاکستان د بشري حقونو کميسيون وايي په سند، اسلام اباد، بلوچستان او خيبرپښتونخوا کې له افغان وګړو سره د ناسم چلند په تړاو د راپورونو په تر لاسه کولو «هېښ» شوي دي.
دې بنسټ نن (سېشنبه، ۱۶ د لړم) پر ايکس ليکلي چې دا چلند د پاکستان د دولت له لوري د مهاجرينو د شړلو په لړ کې شوي او له کبله يې تر قانوني عمر کم افراد ايستل شوي او په پاکستان کې له خپلو کورنيو بېل کړل شوي دي.
د پاکستان د بشري حقونو کميسيون ليکلي چې د دې هيواد دولت د مدني ټولنې او د کډوالو په چارو کې د نړيوالو ادارو له سخت انتقاد سره-سره د کډوالو او پناه غوښتونکو پر ايستلو په ټينګار کولو «نړيوال عرفي قوانين» نقض کړي دي.
دې بنسټ ويلي چې ايالتونه او د دې هيواد فيډرالي حکومت بايد ډاډ تر لاسه کړي چې د افغانستان له ټولو وګړو سره له درناوي ډک چلند کېږي او په هيڅ ډول شرايطو کې هم بايد ماشومان له مور و پلار څخه بېل نه کړل شي.
د پاکستان د بشري حقونو کميسيون د دې هيواد له حکومته يو ځل بيا غوښتنه کړې چې د کډوالو د ايستلو پر پرېکړه دې «بيا کتنه» وکړي.
پاکستاني پوليسو د دې هيواد د دولت له لوري د ورکړل شوي مهلت تر پای ته رسېدو وروسته د «غير قانوني» کډوالو او پناه غوښتونکو د نيولو او د هغوی د ايستلو بهير پيل کړی دی.
د خپرو شويو ويډيوګانو پر اساس، پاکستاني پوليسو حتا په ځينو سيمو کې کور په کور پلټنې پیل کړې دي.
داسې راپورونه هم شته چې پاکستاني پوليسو د مېشتيدنې د قانوني اسنادو لرونکي کډوال او پناه غوښتونکي هم نيولي دي.
پاکستان تر ۱.۷ ميليون زياتو «غير قانوني» کډوالو او پناه غوښتونکو ته د نومبر تر لومړۍ نيټې وخت ورکړی و چې دا هيواد پرېږدي، که ولاړ نشي نو په جبري توګه به وايستل شي.
طالبانو اعلان کړی دی چې د روان ميلادي کال د سپټمبر مياشتې له ۱۷ نيټې راهيسې، شاوخوا ۲۰۰ زره تنه يوازي د تورخم له لارې له پاکستانه افغانستان ته راستانه شوي دي.
