فيليپو ګرانډي: له پاکستانه جبري راستنېدونکي له ستونزو او سختو خطرونو سره مخ دي

Photo: via UNHCR/Susan Hopper

اطلاعات روز: د کډوالو په چارو  کې د ملګرو ملتونو عالي کميسار فيليپو ګرانډي وايي ډېری افغانان چې د پاکستان پرېښوولو ته اړ کړل شوي دي، له ستونزو او سختو خطرونو سره مخ دي.

ده نن (دوشنبه، ۱۵ د لړم) پر ايکس په يوه پیغام کې ليکلي چې افغانستان د يوه بشري کړکېچ په منګولو کې ښکېل دی او د ژمي په رانژدې کېدلو سره دا کړکېچ تشديد شوی دی.

فيليپو ګرانډي ليکلي: «زه له پاکستانه غواړم چې د متضررو افغانانو د امنيت په تأمين کې خپلې پخوانۍ تګلارې ته دوام ورکړي.»

پاکستان تر ۱.۷ ميليون زياتو «غير قانوني» کډوالو او پناه غوښتونکو ته وخت ورکړی و چې دا هيواد پرېږدي، کنه وبه شړل شي.

د دې مودې تر پای ته رسېدو وروسته، د دې هيواد پوليسو د کډوالو او پناه غوښتونکو د نيولو او ايستلو بهير پيل کړی دی.

د کډوالو ستونزو ته د طالبانو د رسيدګۍ کميسيون وايي چې د روان ميلادي کال له سپټمبر مياشتې راهيسې بيا تر اوسه ۳۵ زره کورنۍ يوازې د تورخم له لارې له پاکستانه راستنې شوې دي.

همدا راز دې کميسيون اعلان کړی چې د نومبر مياشتې له لومړۍ نيټې بيا تر اوسه د تورخم له لارې ۱۵ زره او ۲۷۰ کورنۍ هيواد ته راستنې شوې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه