اطلاعات روز: د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کميسار فيليپو ګرانډي وايي ډېری افغانان چې د پاکستان پرېښوولو ته اړ کړل شوي دي، له ستونزو او سختو خطرونو سره مخ دي.
ده نن (دوشنبه، ۱۵ د لړم) پر ايکس په يوه پیغام کې ليکلي چې افغانستان د يوه بشري کړکېچ په منګولو کې ښکېل دی او د ژمي په رانژدې کېدلو سره دا کړکېچ تشديد شوی دی.
فيليپو ګرانډي ليکلي: «زه له پاکستانه غواړم چې د متضررو افغانانو د امنيت په تأمين کې خپلې پخوانۍ تګلارې ته دوام ورکړي.»
پاکستان تر ۱.۷ ميليون زياتو «غير قانوني» کډوالو او پناه غوښتونکو ته وخت ورکړی و چې دا هيواد پرېږدي، کنه وبه شړل شي.
د دې مودې تر پای ته رسېدو وروسته، د دې هيواد پوليسو د کډوالو او پناه غوښتونکو د نيولو او ايستلو بهير پيل کړی دی.
د کډوالو ستونزو ته د طالبانو د رسيدګۍ کميسيون وايي چې د روان ميلادي کال له سپټمبر مياشتې راهيسې بيا تر اوسه ۳۵ زره کورنۍ يوازې د تورخم له لارې له پاکستانه راستنې شوې دي.
همدا راز دې کميسيون اعلان کړی چې د نومبر مياشتې له لومړۍ نيټې بيا تر اوسه د تورخم له لارې ۱۵ زره او ۲۷۰ کورنۍ هيواد ته راستنې شوې دي.
