عباس ستانکزی: د اوبو مهارولو برخه کې دې ګاونډي هيوادونه اندېښنه نه کوي

اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي يوې غونډې ته په وينا کې ويلي چې د دې ډلې حکومت د اوبو مهارولو ته ژمن دی او په دې برخه کې دې ګاونډي هيوادونه تشويش نه کوي.

ستانکزي دا څرګندونې نن (يکشنبه، ۳۰ د تلې) لوګر ولايت ته د يوه سفر پر مهال وکړې.

نوموړی په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې اوس مهال د هيواد په شمال کې د قوش تپې کانال د جوړېدو کار دوام لري  چې ازبکستان هيواد يې په اړه خپلې اندیښنې د طالبانو له حکومت سره شريکې کړې دي.

که څه هم د طالبانو له خوا د قوش تپې کانال سربېره په يو شمېر نورو ولايتونو کې د بندونو د جوړېدو چارې روانې دي، خو خلک تر نورو ډېر د کونړ د سيند اوبه مهارول اړين ګڼي چې ګاونډي پاکستان ته ورڅخه په زياته کچه وړيا اوبو بهيږي، مګر تر اوسه د طالبانو حکومت په دې تړاو عملي اقدام نه دی کړی.

د خلکو په باور که د کونړ پر سيند د برېښنا بند جوړ شي، نو نه يوازې به پاکستان ته د وړيا اوبو د وربهيدو مخه ونیول شي، بلکې له دې لارې به د پام وړ برېښنا هم تر لاسه شي.

له کونړ سره-سره، ډيورنډ فرضي کرښې ته له ورڅېرمه ولايتونو پاکستان ته اوبو ورځي او باور دا دی که يې د مخنيوي لپاره اقدام وشي نو ښايي د پاکستان حکومت سخت غبرګون وښيي او په وړاندي يې خنډونه جوړ کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه