اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي يوې غونډې ته په وينا کې ويلي چې د دې ډلې حکومت د اوبو مهارولو ته ژمن دی او په دې برخه کې دې ګاونډي هيوادونه تشويش نه کوي.
ستانکزي دا څرګندونې نن (يکشنبه، ۳۰ د تلې) لوګر ولايت ته د يوه سفر پر مهال وکړې.
نوموړی په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې اوس مهال د هيواد په شمال کې د قوش تپې کانال د جوړېدو کار دوام لري چې ازبکستان هيواد يې په اړه خپلې اندیښنې د طالبانو له حکومت سره شريکې کړې دي.
که څه هم د طالبانو له خوا د قوش تپې کانال سربېره په يو شمېر نورو ولايتونو کې د بندونو د جوړېدو چارې روانې دي، خو خلک تر نورو ډېر د کونړ د سيند اوبه مهارول اړين ګڼي چې ګاونډي پاکستان ته ورڅخه په زياته کچه وړيا اوبو بهيږي، مګر تر اوسه د طالبانو حکومت په دې تړاو عملي اقدام نه دی کړی.
د خلکو په باور که د کونړ پر سيند د برېښنا بند جوړ شي، نو نه يوازې به پاکستان ته د وړيا اوبو د وربهيدو مخه ونیول شي، بلکې له دې لارې به د پام وړ برېښنا هم تر لاسه شي.
له کونړ سره-سره، ډيورنډ فرضي کرښې ته له ورڅېرمه ولايتونو پاکستان ته اوبو ورځي او باور دا دی که يې د مخنيوي لپاره اقدام وشي نو ښايي د پاکستان حکومت سخت غبرګون وښيي او په وړاندي يې خنډونه جوړ کړي.
