د پکتیکا زلزله ځپلو لپاره ۱۰۰۰ کورونه جوړ او ورته وسپارل شول

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د عالي کميشنرۍ له لوري د پکتيکا ولايت په برمل ولسوالۍ کې د استوګنې ۱۰۰۰ کورونه له جوړېدو وروسته زلزله ځپلو ته وسپارل شول.

د کډوالو عالي کمیشنرې ویلي، چې ياد کورونه یې د ۴.۸ ميليونه ډالرو په ارزښت جوړ او تېره ورځ (سې شنبه، ۲۵ د تلې) یې ځايي اوسېدونکو ته د اوسېدو لپاره سپارلي دي.

د دوی په خبره جوړ شوي کورونه دوه د اوسېدو خونې، دهليز او نور اړين وسايل هم لري.

ورته مهال يادې ادارې خوست کې ۳۰۰ زلزله ځپلو کورنيو ته بخارۍ هم ویشلې دي.

په خوست ولايت کې د يونيسيار يا د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کميشنرۍ ولايتي مسوولين وايي، د واسټا موسېسې په همکارۍ يې د دغه ولايت په سپېره ولسوالۍ کې ۳۰۰ کورنيو ته د ژمي له راتګ وړاندې د کورونو ګرمولو لپاره بخارۍ ویشلې دي.

د سپېرې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي سلام وويل، چې د پنځو ماشومانو سرپرستي کوي او نه یې شوای کولی چې د اقتصادي ستونزو له امله د ژمي لپاره بخارۍ وپيري.

هغه ټينګار کوي چې د بخاريو ترڅنګ دې ورسره د سون توکو مرسته هم وکړي.

د خوست په سپېره او د پکتيکا په برمل او ګيان ولسواليو  کې زلزله ځپلي خلک لاهم د سرپناه په برخه کې له ستونزو سره مخ دي او غوښتنه کوي چې نړيوال موسېسات دې ورته بنسټیز کارونه وکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه