اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د عالي کميشنرۍ له لوري د پکتيکا ولايت په برمل ولسوالۍ کې د استوګنې ۱۰۰۰ کورونه له جوړېدو وروسته زلزله ځپلو ته وسپارل شول.
د کډوالو عالي کمیشنرې ویلي، چې ياد کورونه یې د ۴.۸ ميليونه ډالرو په ارزښت جوړ او تېره ورځ (سې شنبه، ۲۵ د تلې) یې ځايي اوسېدونکو ته د اوسېدو لپاره سپارلي دي.
د دوی په خبره جوړ شوي کورونه دوه د اوسېدو خونې، دهليز او نور اړين وسايل هم لري.
ورته مهال يادې ادارې خوست کې ۳۰۰ زلزله ځپلو کورنيو ته بخارۍ هم ویشلې دي.
په خوست ولايت کې د يونيسيار يا د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کميشنرۍ ولايتي مسوولين وايي، د واسټا موسېسې په همکارۍ يې د دغه ولايت په سپېره ولسوالۍ کې ۳۰۰ کورنيو ته د ژمي له راتګ وړاندې د کورونو ګرمولو لپاره بخارۍ ویشلې دي.
د سپېرې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي سلام وويل، چې د پنځو ماشومانو سرپرستي کوي او نه یې شوای کولی چې د اقتصادي ستونزو له امله د ژمي لپاره بخارۍ وپيري.
هغه ټينګار کوي چې د بخاريو ترڅنګ دې ورسره د سون توکو مرسته هم وکړي.
د خوست په سپېره او د پکتيکا په برمل او ګيان ولسواليو کې زلزله ځپلي خلک لاهم د سرپناه په برخه کې له ستونزو سره مخ دي او غوښتنه کوي چې نړيوال موسېسات دې ورته بنسټیز کارونه وکړي.
