په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت د زرو افغان وګړو د نيولو او څلورو د مرموزې وژنې خبر ورکړ

اطلاعات روز: په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو په واک کې دی، وايي چې د پاکستاني چارواکو د تعهداتو برخلاف دغلته د افغان پناه غوښتونکو د نيونې او ځورونې لړۍ روانه ده. د دې سفارت په وينا، د تېرو دوو اونيو پر مهال لږ تر لږه زر تنه افغان وګړي نيول شوي دي.

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت نن (سې‌شنبه، ۱۱ د تلې) پر ايکس خواله رسنۍ په يوه پيغام کې ليکلي، چې پاکستاني پوليس په اسلام اباد او د دې هيواد په نورو سيمو کې د افغان پناه غوښتونکو پر مېشتځايونه د شپې او ورځې عمليات کوي.

د دې سفارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د تېرو دوو اونيو پر مهال، د افغانستان زر اتباع د «سي ټي ډي» پوليسو له لوري نيول شوي چې نيمايي يې د کډوالۍ يا سفر اسناد لري.

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت زياته کړې، چې د پوليسو د عملياتو پر مهال له ځورونې سره-سره «نامعلومې» وژنې هم شوې دي.

دې سفارت څلور تنه فريدالله د غلام جيلاني زوی، امان الله د ټکر خان زوی، ولي د شير محمد زوی او درويش د عتيق الله زوی د مقتولينو په توګه ياد کړي دي.

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت ویلي، چې دا کسان لومړی د پاکستان د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوي او يو څه وخت وروسته يې مړي په روغتونو او نورو ځايونو کې موندل شوي دي.

دې سفارت زياته کړې، چې «د افغان پناه غوښتونکو پر خلاف عمليات په سيند ايالت په ځانګړې توګه کراچۍ ښار کې زيات شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون زيات کډوال زنداني شوي دي.»

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت يو ځل بيا د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کړې چې د افغان پناه غوښتونکو د ځورونې لړۍ دې ودروي.

په پاکستان کې د افغان وګړو د نيونې لړۍ په داسې مهال پېل شوې چې د اسلام اباد حکومت په دې وروستيو کې اعلان کړی چې له دې هيواده به تر يو ميليون زيات غير قانوني افغان کډوال په تدريجي توګه باسي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د کميشنرۍ په وينا، په پاکستان کې تر ۳.۷ ميليونه زيات افغان کډوال مېشت دي چې يوازې ۱.۳ میليونه تنه يې رسمي د استوګنې اسناد لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه