اطلاعات روز: په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو په واک کې دی، وايي چې د پاکستاني چارواکو د تعهداتو برخلاف دغلته د افغان پناه غوښتونکو د نيونې او ځورونې لړۍ روانه ده. د دې سفارت په وينا، د تېرو دوو اونيو پر مهال لږ تر لږه زر تنه افغان وګړي نيول شوي دي.
په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت نن (سېشنبه، ۱۱ د تلې) پر ايکس خواله رسنۍ په يوه پيغام کې ليکلي، چې پاکستاني پوليس په اسلام اباد او د دې هيواد په نورو سيمو کې د افغان پناه غوښتونکو پر مېشتځايونه د شپې او ورځې عمليات کوي.
د دې سفارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د تېرو دوو اونيو پر مهال، د افغانستان زر اتباع د «سي ټي ډي» پوليسو له لوري نيول شوي چې نيمايي يې د کډوالۍ يا سفر اسناد لري.
په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت زياته کړې، چې د پوليسو د عملياتو پر مهال له ځورونې سره-سره «نامعلومې» وژنې هم شوې دي.
دې سفارت څلور تنه فريدالله د غلام جيلاني زوی، امان الله د ټکر خان زوی، ولي د شير محمد زوی او درويش د عتيق الله زوی د مقتولينو په توګه ياد کړي دي.
په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت ویلي، چې دا کسان لومړی د پاکستان د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوي او يو څه وخت وروسته يې مړي په روغتونو او نورو ځايونو کې موندل شوي دي.
دې سفارت زياته کړې، چې «د افغان پناه غوښتونکو پر خلاف عمليات په سيند ايالت په ځانګړې توګه کراچۍ ښار کې زيات شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون زيات کډوال زنداني شوي دي.»
په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت يو ځل بيا د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کړې چې د افغان پناه غوښتونکو د ځورونې لړۍ دې ودروي.
په پاکستان کې د افغان وګړو د نيونې لړۍ په داسې مهال پېل شوې چې د اسلام اباد حکومت په دې وروستيو کې اعلان کړی چې له دې هيواده به تر يو ميليون زيات غير قانوني افغان کډوال په تدريجي توګه باسي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د کميشنرۍ په وينا، په پاکستان کې تر ۳.۷ ميليونه زيات افغان کډوال مېشت دي چې يوازې ۱.۳ میليونه تنه يې رسمي د استوګنې اسناد لري.
