پنجشېر کې د هغو ۵۰۰ کارګرو مزدوري نه ده ورکړل شوې چې دغلته يې طالبانو ته پوستې جوړې کړي

Photo: Sent to Etilaatroz

اطلاعات روز: په پنجشېر ولايت کې ځايي سرچينې وايي، چې دغلته د هغو ۵۰۰ کارګرو مزدوري نه ده ورکړل شوې چې طالبانو ته يې امنیتي پوستې جوړې کړې دي.

د سرچينو په وينا، کوم کس چې د طالبانو  د پوستو جوړولو قرارداد یې اخيستی و، کارګرو ته يې ويلي چې تاوان يې کړی او پيسې نه لري چې دوی ته يې ورکړي.

يوې سرچينې زياته کړه، چې د دې کس نوم محمد مناف دی او د هلمند اوسېدونکی دی. د سرچينې په وينا، دې کس له طالبانو پيسې اخيستې، خو ويلي يې دي چې په پروژه کې یې تاوان کړی او پیسې نه لري.

يو شمېر کارګر وايي، چې په محمد مناف باندې د کارګرو ۳۰۰ زره افغانۍ پاتې دي.

په شتل ولسوالۍ کې يو کارګر وايي: «هر څومره پيسې چې په کور کې راسره وې، د طالبانو د پوستې په جوړولو کې ولګيدې. د پوستې جوړولو لپاره د ډبرو او اوبو د انتقال له وجې د خپلو وطندارانو پوروړی يم. پر طالبانو مې ۸۰ زره افغانۍ پاتې دي.»

يو بل کارګر چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي، وايي چې درې پرلپسې مياشتې يې په عنابه کې په يوه پوسته کې کار کړی دی، خو مزدوري يې نه ده تر لاسه کړې.

دی همدا راز زياتوي چې په پنجشېر کې يې د طالبانو والي ته هم شکايت کړی، خو څه يې نه دي تر لاسه کړي.

د سرچينو په وينا، طالبانو تېرکال د پنجشېر په بېلابېلو برخو کې شاوخوا زر پوستې جوړې کړې دي.

د دې پوستو ډېری يې په غرونو کې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه