اطلاعات روز: په پنجشېر ولايت کې ځايي سرچينې وايي، چې دغلته د هغو ۵۰۰ کارګرو مزدوري نه ده ورکړل شوې چې طالبانو ته يې امنیتي پوستې جوړې کړې دي.
د سرچينو په وينا، کوم کس چې د طالبانو د پوستو جوړولو قرارداد یې اخيستی و، کارګرو ته يې ويلي چې تاوان يې کړی او پيسې نه لري چې دوی ته يې ورکړي.
يوې سرچينې زياته کړه، چې د دې کس نوم محمد مناف دی او د هلمند اوسېدونکی دی. د سرچينې په وينا، دې کس له طالبانو پيسې اخيستې، خو ويلي يې دي چې په پروژه کې یې تاوان کړی او پیسې نه لري.
يو شمېر کارګر وايي، چې په محمد مناف باندې د کارګرو ۳۰۰ زره افغانۍ پاتې دي.
په شتل ولسوالۍ کې يو کارګر وايي: «هر څومره پيسې چې په کور کې راسره وې، د طالبانو د پوستې په جوړولو کې ولګيدې. د پوستې جوړولو لپاره د ډبرو او اوبو د انتقال له وجې د خپلو وطندارانو پوروړی يم. پر طالبانو مې ۸۰ زره افغانۍ پاتې دي.»
يو بل کارګر چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي، وايي چې درې پرلپسې مياشتې يې په عنابه کې په يوه پوسته کې کار کړی دی، خو مزدوري يې نه ده تر لاسه کړې.
دی همدا راز زياتوي چې په پنجشېر کې يې د طالبانو والي ته هم شکايت کړی، خو څه يې نه دي تر لاسه کړي.
د سرچينو په وينا، طالبانو تېرکال د پنجشېر په بېلابېلو برخو کې شاوخوا زر پوستې جوړې کړې دي.
د دې پوستو ډېری يې په غرونو کې دي.
