اسټراليا د طالبانو تر حاکمیت وروسته د ۵۰ زره افغان پناه غوښتونکو غوښتنليکونه رد کړي

اطلاعات روز: اسټرالوي رسنيو خبر ورکړی چې د دې هيواد دولت د طالبانو تر حاکمیت وروسته، د ۵۰ زره افغانانو غوښتنليکونه رد کړي دي.

اسټرالوي «ايس بي ايس دري» نن (سې‌شنبه، ۲۸ د وږي) راپور ورکړی چې د طالبانو په لاس د کابل د سقوط له وخته تر اوسه ۲۰۸ زره افغان وګړو د اسټراليا دولت ته د بشر دوستانه ويزو غوښتنليکونه لېږلي چې ۵۰ زره يې رد شوي دي.

د دې رسنۍ د راپور له مخې، د افغانستان د ۱۴۴ زره وګړو غوښتنليکونه د اسټراليا د دولت له لوري ارزول کېږي.

دې رسنۍ زياته کړې، چې له دې سره-سره، د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې بيا د ۲۰۲۳ کال د اګست تر ۳۰مې پورې، د اسټراليا دولت ۱۳ زره او ۶۱۲ افغانانو ته بشرپالې ويزې ورکړې دي.

په اسټراليا کې مېشتو افغانانو او په افغانستان کې د دې هيواد د امنيتي ځواک همکارانو د اسټراليا له لوري د ۵۰ زره غوښتنليکونو ردېدل «ناهيلي کوونکي» بللي دي.

دوی غوښتنه کړې چې د غوښتنليکونو د رد بهير دې ودرېږي او د غوښتونکو قضيو ته دې په بيړه رسيدګي وشي.

په عين حال کې د اسټراليا د کورنيو چارو وزارت يوه وياند دې رسنۍ ته ويلي، چې د کومو کسانو غوښتنليکونه رد  شوي، کولای شي بيا غوښتنه وکړي.

ده زياته کړې: «د اسټراليا د بشرپالنې په ويزه کې تبعيض نه کېږي او موخه يې داده چې نژاد، مذهب او قوميت ته له پام پرته له زيانمنو وګړو سره مرسته وشي.»

د اسټراليا دولت وړاندې اعلان کړی و، چې د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ ميلادي کلونو تر منځ ۲۰ زره کسانو ته بشردوستانه ويزې ورکوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه