اطلاعات روز: اسټرالوي رسنيو خبر ورکړی چې د دې هيواد دولت د طالبانو تر حاکمیت وروسته، د ۵۰ زره افغانانو غوښتنليکونه رد کړي دي.
اسټرالوي «ايس بي ايس دري» نن (سېشنبه، ۲۸ د وږي) راپور ورکړی چې د طالبانو په لاس د کابل د سقوط له وخته تر اوسه ۲۰۸ زره افغان وګړو د اسټراليا دولت ته د بشر دوستانه ويزو غوښتنليکونه لېږلي چې ۵۰ زره يې رد شوي دي.
د دې رسنۍ د راپور له مخې، د افغانستان د ۱۴۴ زره وګړو غوښتنليکونه د اسټراليا د دولت له لوري ارزول کېږي.
دې رسنۍ زياته کړې، چې له دې سره-سره، د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې بيا د ۲۰۲۳ کال د اګست تر ۳۰مې پورې، د اسټراليا دولت ۱۳ زره او ۶۱۲ افغانانو ته بشرپالې ويزې ورکړې دي.
په اسټراليا کې مېشتو افغانانو او په افغانستان کې د دې هيواد د امنيتي ځواک همکارانو د اسټراليا له لوري د ۵۰ زره غوښتنليکونو ردېدل «ناهيلي کوونکي» بللي دي.
دوی غوښتنه کړې چې د غوښتنليکونو د رد بهير دې ودرېږي او د غوښتونکو قضيو ته دې په بيړه رسيدګي وشي.
په عين حال کې د اسټراليا د کورنيو چارو وزارت يوه وياند دې رسنۍ ته ويلي، چې د کومو کسانو غوښتنليکونه رد شوي، کولای شي بيا غوښتنه وکړي.
ده زياته کړې: «د اسټراليا د بشرپالنې په ويزه کې تبعيض نه کېږي او موخه يې داده چې نژاد، مذهب او قوميت ته له پام پرته له زيانمنو وګړو سره مرسته وشي.»
د اسټراليا دولت وړاندې اعلان کړی و، چې د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ ميلادي کلونو تر منځ ۲۰ زره کسانو ته بشردوستانه ويزې ورکوي.
