اطلاعات روز: د برېتانيا د محافظه کار ګوند استازي توبياس الووډ د افغانستان په اړه د خپلو څرګندونو له امله تر نیوکو وروسته د دغه هيواد د پارلمان د دفاعي کميټې له مشرۍ استعفا وکړه.
د جولای په مياشت کې د ده څرګندونې چې ويلي یې و، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان وضعيت «ښه شوی» جنجالي شوې.
د بي بي سي له راپور سره سم، توبياس الووډ چې د برېتانيا د پارلمان په دفاعي کميټه کې د خپلو همکارو استازو د نه باور له رايې سره مخ و؛ اوس له دې دندې ګوښه شوی. د ده د استعفا اعلاميه پر ايکس خواله رسنۍ خپره شوې ده.
يوې باخبره سرچينې بي بي سي ته ويلي، چې دې استازي تر «ګوښه کېدو» وړاندې په خپله استعفا ورکړې.
ښاغلي الووډ په لومړي سر کې د افغانستان په اړه له خپلو څرګندونو دفاع وکړه او ويې ويل چې په افغانستان کې تر پخوا ثبات «زيات» شوی؛ خو تر نيوکو وروسته يې بښنه وغوښته او ويې ويل چې هلمند ولايت ته د سفر پر مهال پر ټولنيزو رسنيو د څرګندونو خپرول «تېروتنه وه.»
نوموړي همدا راز د طالبانو له حکومت سره د برېتانيا د تعامل او په کابل کې د برېتانيا د سفارت د پرانيستنې غوښتنه کړې وه او ويلي يې و: «له لېرې څخه چيغې وهل د ښځو حقونه نه شي ښه کولای.»
د برېتانيا د پارلمان د دې استازي څرګندونې د بشري حقونو د فعالانو، ښځينه ډلو د مجلس د استازو او همدا راز له دفاعي کميټې دباندې د نوموړي د محافظه کارو همکارانو له غبرګون سره مخ شوې.
د محافظه کار ګوند استازي مارک فرانسوا او ريچارډ درکس د کارګر ګوند له کوان جونز او درک توئيګ سره همغږي شوي وو او د نوموړي په اړه يې د نه باور غوښتنه کړې وه.
