د برېتانیا د پارلمان د دفاعي کمیټې مشر د افغانستان په اړه د خپلو جنجالي څرګندونو وروسته استعفا وکړه

Photo: PA Media

اطلاعات روز: د برېتانيا د محافظه کار ګوند استازي توبياس الووډ د افغانستان په اړه د خپلو څرګندونو له امله تر نیوکو وروسته د دغه هيواد د پارلمان د دفاعي کميټې له مشرۍ استعفا وکړه.

د جولای په مياشت کې د ده څرګندونې چې ويلي یې و، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان وضعيت «ښه شوی» جنجالي شوې.

د بي بي سي له راپور سره سم، توبياس الووډ چې د برېتانيا د پارلمان په دفاعي کميټه کې د خپلو همکارو استازو د نه باور له رايې سره مخ و؛ اوس له دې دندې ګوښه شوی. د ده د استعفا اعلاميه پر ايکس خواله رسنۍ خپره شوې ده.

يوې باخبره سرچينې بي بي سي ته ويلي، چې دې استازي تر «ګوښه کېدو» وړاندې په خپله استعفا ورکړې.

ښاغلي الووډ په لومړي سر کې د افغانستان په اړه له خپلو څرګندونو دفاع وکړه او ويې ويل چې په افغانستان کې تر پخوا ثبات «زيات» شوی؛ خو تر نيوکو وروسته يې بښنه وغوښته او ويې ويل چې هلمند ولايت ته د سفر پر مهال پر ټولنيزو رسنيو د څرګندونو خپرول «تېروتنه وه.»

نوموړي همدا راز د طالبانو له حکومت سره د برېتانيا د تعامل او په کابل کې د برېتانيا د سفارت د پرانيستنې غوښتنه کړې وه او ويلي يې و: «له لېرې څخه چيغې وهل د ښځو حقونه نه شي ښه کولای.»

د برېتانيا د پارلمان د دې استازي څرګندونې د بشري حقونو د فعالانو، ښځينه ډلو د مجلس د استازو او همدا راز له دفاعي کميټې دباندې د نوموړي د محافظه کارو همکارانو له غبرګون سره مخ شوې.

د محافظه کار ګوند استازي مارک فرانسوا او ريچارډ درکس د کارګر ګوند له کوان جونز او درک توئيګ سره همغږي شوي وو او د نوموړي په  اړه يې د نه باور غوښتنه کړې وه.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه