د بشري حقونو عالي کميشنر: په افغانستان کې بشري حقونه د له منځه تلو په حال کې دي

Photo: via UN

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کميشنر فولکر تورک د بشري حقونو په نننۍ (سې‌شنبه، ۲۱ د وږي) غونډه کې ويلي، چې په افغانستان کې بشري حقونه د له منځه تلو په حال کې دي.

نوموړي زياته کړې، چې افغانستان د تېرو څو لسيزو پر مهال د بشري حقونو نقض تجربه کړی، خو د طالبانو تر حاکميت وروسته د افغانستان د وګړو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونه او ازادۍ په سيسټماټيکه توګه د بريد ښکار شوي دي.

تورک د طالبانو محدوديتونو ته په اشارې ويلي، چې اوس مهال افغانستان يوازينی هيواد دی چې ښځې او نجونې يې تر شپږم ټولګي پورته زده کړو محرومې کړې دي.

ده زیاته کړې، چې افغانستان له يوه سخت انساني او اقتصادي کړکېچ سره مخ دی او دوه پر درېيمه برخه ولس يې مرستو ته اړتيا لري.

نوموړي ویلي، چې نړيواله ټولنه د افغانستان خلکو ته شا نشي اړولای؛ په دې هيواد کې د بشري حقونو ناورین تر بل هر څه لومړيتوب لري.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر له هيوادونو غوښتي چې بايد ډاډ تر لاسه کړي چې بنديزونه په افغانستان کې پر بشري اړتياوو اغېز نه کوي.

ده همدا راز له هغو هيوادونو چې پر طالبانو نفوذ لري، غوښتي چې له دې ډلې سره دې مرسته وکړي تر څو خپله تګلاره بدله کړي او بشري حقونه ونه ځپي، بلکې د افغانستان پرمختګ او راتلونکي امنيت ته پاملرنه وکړي.

ښاغلي تورک له طالبانو غوښتي چې د بشري حقونو د درناوي په برخه کې دې د افغانستان بين المللي تعهداتو ته راوګرزي.

ده ويلي، چې دا چاره اوسنۍ تشې ته د رسيدګۍ لپاره په ټولو کچو همغږي اقدام، د بشري حقونو بنسټيز ملاتړ او د پراخ‌بنسټې حکومتولۍ د سيسټم را منځته کولو ته اړتيا لري.

د بشري حقونو د شورا په نننۍ غونډه کې د هيوادونو استازو هم په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعيت په اړه خبرې کړې دي.

د بشري حقونو د شورا څلور پنځوسمه غونډه نن روانه ده.

د پرونۍ ناستې پر مهال په افغانستان کې د بشري حقونو د چارو ځانګړي راپورچي ريچارډ بېنټ وويل، چې د افغانستان وګړي له يوه انساني ناورین او داسې رژيم سره مخ دي چې ډېری بشري حقونه نقضوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه