اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کميشنر فولکر تورک د بشري حقونو په نننۍ (سېشنبه، ۲۱ د وږي) غونډه کې ويلي، چې په افغانستان کې بشري حقونه د له منځه تلو په حال کې دي.
نوموړي زياته کړې، چې افغانستان د تېرو څو لسيزو پر مهال د بشري حقونو نقض تجربه کړی، خو د طالبانو تر حاکميت وروسته د افغانستان د وګړو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونه او ازادۍ په سيسټماټيکه توګه د بريد ښکار شوي دي.
تورک د طالبانو محدوديتونو ته په اشارې ويلي، چې اوس مهال افغانستان يوازينی هيواد دی چې ښځې او نجونې يې تر شپږم ټولګي پورته زده کړو محرومې کړې دي.
ده زیاته کړې، چې افغانستان له يوه سخت انساني او اقتصادي کړکېچ سره مخ دی او دوه پر درېيمه برخه ولس يې مرستو ته اړتيا لري.
نوموړي ویلي، چې نړيواله ټولنه د افغانستان خلکو ته شا نشي اړولای؛ په دې هيواد کې د بشري حقونو ناورین تر بل هر څه لومړيتوب لري.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر له هيوادونو غوښتي چې بايد ډاډ تر لاسه کړي چې بنديزونه په افغانستان کې پر بشري اړتياوو اغېز نه کوي.
ده همدا راز له هغو هيوادونو چې پر طالبانو نفوذ لري، غوښتي چې له دې ډلې سره دې مرسته وکړي تر څو خپله تګلاره بدله کړي او بشري حقونه ونه ځپي، بلکې د افغانستان پرمختګ او راتلونکي امنيت ته پاملرنه وکړي.
ښاغلي تورک له طالبانو غوښتي چې د بشري حقونو د درناوي په برخه کې دې د افغانستان بين المللي تعهداتو ته راوګرزي.
ده ويلي، چې دا چاره اوسنۍ تشې ته د رسيدګۍ لپاره په ټولو کچو همغږي اقدام، د بشري حقونو بنسټيز ملاتړ او د پراخبنسټې حکومتولۍ د سيسټم را منځته کولو ته اړتيا لري.
د بشري حقونو د شورا په نننۍ غونډه کې د هيوادونو استازو هم په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعيت په اړه خبرې کړې دي.
د بشري حقونو د شورا څلور پنځوسمه غونډه نن روانه ده.
د پرونۍ ناستې پر مهال په افغانستان کې د بشري حقونو د چارو ځانګړي راپورچي ريچارډ بېنټ وويل، چې د افغانستان وګړي له يوه انساني ناورین او داسې رژيم سره مخ دي چې ډېری بشري حقونه نقضوي.
