اطلاعات روز: «د افغانستان د اسلامي جمهوريت د سياسي او قونسلي چارو استازوليو د همغږۍ شورا» وايي، چې په افغانستان کې سياسي، ټولنيز، امنيتي او د بشري حقونو کړکېچ «ورځ په ورځ بدترېږي».
دې شورا نن (شنبه، ۱۸ د وږي) د احمدشاه مسعود د وژل کېدو د دوه ويشتمې کليزې په مناسبت یوې خپره کړې اعلاميه کې ويلي، چې د افغانستان اوسنی کړکېچ سيمهييز هيوادونه او ټوله نړۍ ګواښي.
د دې شورا له اعلاميې سره سم، «د افغانستان په کورنيو چارو کې د پرلپسې لاسوهنو په پايله کې» د سولييز او باثباته افغانستان اهداف نه دې تر لاسه شوي.
د دې شورا په اعلاميه کې راغلي، چې د تاريخ په اوږدو کې د ستونزو پر وړاندې د افغانستان د ولس د بريا اصلي عامل ملي يووالی و.
دې شورا ټينګار کړی چې «د هيواد د تاريخ په دې حساس پړاو کې د افغانستان د وياړمنو قومونو تر منځ د يووالي پياوړتيا پر اوسنيو ننګونو د برلاسۍ اساسي شرط» دی.
«د افغانستان د اسلامي جمهوريت د سياسي او قونسلي چارو استازولیو د همغږۍ شورا» د هيواد له سياسي او قونسلي استازوليو جوړه ده چې له طالبانو امر نه اخلي او په خپلواکه توګه چارې مخته وړي.
دې شورا په هغو اعلاميو کې چې په بېلابېلو مناسبتونو کې يې خپرې کړې دي، پر هيواد د طالبانو د واکمنۍ د شونې پايلو په اړه خبرداری ورکړی او له دې ډلې سره يې خپل مخالفت په ډاګه کړی دی.
