د ډيپلوماټيکو استازوليو د همغږۍ شورا: د افغانستان کړکېچ د «بدترېدو» په حال کې دی

اطلاعات روز: «د افغانستان د اسلامي جمهوريت د سياسي او قونسلي چارو استازوليو د همغږۍ شورا» وايي، چې په افغانستان کې سياسي، ټولنيز، امنيتي او د بشري حقونو کړکېچ «ورځ په ورځ بدترېږي».

دې شورا نن (شنبه، ۱۸ د وږي) د احمدشاه مسعود د وژل کېدو د دوه ويشتمې کليزې په مناسبت یوې خپره کړې اعلاميه کې ويلي، چې د افغانستان اوسنی کړکېچ سيمه‌ييز هيوادونه او ټوله نړۍ ګواښي.

د دې شورا له اعلاميې سره سم، «د افغانستان په کورنيو چارو کې د پرلپسې لاسوهنو په پايله کې» د سولييز او باثباته افغانستان اهداف نه دې تر لاسه شوي.

د دې شورا په اعلاميه کې راغلي، چې د تاريخ په اوږدو کې د ستونزو پر وړاندې د افغانستان د ولس د بريا اصلي عامل ملي يووالی و.

دې شورا ټينګار کړی چې «د هيواد د تاريخ په دې حساس پړاو کې د افغانستان د وياړمنو قومونو تر منځ د يووالي پياوړتيا پر اوسنيو ننګونو د برلاسۍ اساسي شرط» دی.

«د افغانستان د اسلامي جمهوريت د سياسي او قونسلي چارو استازولیو د همغږۍ شورا» د هيواد له سياسي او قونسلي استازوليو جوړه ده چې له طالبانو امر نه اخلي او په خپلواکه توګه چارې مخته وړي.

دې شورا په هغو اعلاميو کې چې په بېلابېلو مناسبتونو کې يې خپرې کړې دي، پر هيواد د طالبانو د واکمنۍ د شونې پايلو په اړه خبرداری ورکړی او له دې ډلې سره يې خپل مخالفت په ډاګه کړی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه