اطلاعات روز: د امريکا د ملي امنيت شورا وياند جان کيربي وايي چې دې هيواد په افغانستان کې هيڅ نظامي تجهيزات نه دې پرېيښي.
د امريکا د ملي امنيت شورا وياند د سېشنبې په ورځ (۱۴ د وږي) په واشنګټن کې د يوه خبري کانفرانس پر مهال ويلي چې امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته د کابل په هوايي ډګر کې کم شمېر الوتکې او تجهيزات پرېښودل چې د استفادې وړ نه وو.
تر دې وړاندې راپور ورکړل شوی و چې امريکا له افغانستانه تر وتلو وروسته د اوو ميلياردو ډالرو په ارزښت نظامي تجهيزات تر شا پرېيښي.
په دې وروستيو ورځو کې د پاکستان لومړي وزير انور الحق کاکړ ادعا کړې وه چې له امريکا په افغانستان کې پاتې تجهيزات د اورپکو لاس ته ورغلي او اسلام اباد ته يې نوې ننګونه را پيدا کړې ده.
د امريکا د ملي امنيت شورا وياند په دې اړه پوښتنې ته په ځواب کې وويل: «خلګ چې د تجهيزاتو وايي، دا هغه تجهيزات وو چې زموږ تر وتلو ډېر وړاندې د افغانستان امنيتي ځواکونو ته ورکړل شوي وو.»
ده زياته کړې چې د دې تجهيزاتو تړاو د افغانستان له امنيتي ځواکونو سره و او د هغوی ملاتړ او ورته تجهيزات ورکول په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د ماموريت يوه برخه وه تر څو هغوی وکولای شي چې د خپل هيواد امنيت وساتي.
د تېر لمريز کال په لومړيو کې «سي اين اين» خبري شبکې د پينټاګون د راپور پر اساس د امريکا کنګرې ته وليکل چې دې هيواد په افغانستان کې نظامي تجهيزات پرېيښي چې تر اووه ميليارد ډالرو زيات ارزښت لري او اوس دا تجهيزات د طالبانو لاس ته لوېدلي.
