جان کيربي: امريکا په افغانستان کې هيڅ نظامي تجهيزات نه دې پرېيښي

Photo: Kevin Dietsch/Getty Images

اطلاعات روز: د امريکا د ملي امنيت شورا وياند جان کيربي وايي چې دې هيواد په افغانستان کې هيڅ نظامي تجهيزات نه دې پرېيښي.

د امريکا د ملي امنيت شورا وياند د سې‌شنبې په ورځ (۱۴ د وږي) په واشنګټن کې د يوه خبري کانفرانس پر مهال ويلي چې امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته د کابل په هوايي ډګر کې کم شمېر الوتکې او تجهيزات پرېښودل چې د استفادې وړ نه وو.

تر دې وړاندې راپور ورکړل شوی و چې امريکا له افغانستانه تر وتلو وروسته د اوو ميلياردو ډالرو په ارزښت نظامي تجهيزات تر شا پرېيښي.

په دې وروستيو ورځو کې د پاکستان لومړي وزير انور الحق کاکړ ادعا کړې وه چې له امريکا په افغانستان کې پاتې تجهيزات د اورپکو لاس ته ورغلي او اسلام اباد ته يې نوې ننګونه را پيدا کړې ده.

د امريکا د ملي امنيت شورا وياند په دې اړه پوښتنې ته په ځواب کې وويل: «خلګ چې د تجهيزاتو وايي، دا هغه تجهيزات وو چې زموږ تر وتلو ډېر وړاندې د افغانستان امنيتي ځواکونو ته ورکړل شوي وو.»

ده زياته کړې چې د دې تجهيزاتو تړاو د افغانستان له امنيتي ځواکونو سره و او د هغوی ملاتړ او ورته تجهيزات ورکول په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د ماموريت يوه برخه وه تر څو هغوی وکولای شي چې د خپل هيواد امنيت وساتي.

د تېر لمريز کال په لومړيو کې «سي اين اين» خبري شبکې د پينټاګون د راپور پر اساس د امريکا کنګرې ته وليکل چې دې هيواد په افغانستان کې نظامي تجهيزات پرېيښي چې تر اووه ميليارد ډالرو زيات ارزښت لري او اوس دا تجهيزات د طالبانو لاس ته لوېدلي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه