اطلاعات روز: د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې دې ډلې په کابل کې د «د علماوو او متنفذينو ولسي غونډې» په نوم يوه غونډه جوړه کړې ده.
ښاغلي مجاهد نن (چهارشنبه، ۸ د وږي) پر ايکس ټولنيزې شبکې ليکلي، چې په دې غونډه کې «پر ملي وحدت، پرمختګونو او د نظام او خلکو تر منځ پر نورو همغږيو» تمرکز کېږي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي ټلويزیون راپور ورکړی چې دا غوڼده د کابل د علماوو د شورا په کوربتوب او د «سلګونو علماوو او ديني مشرانو» په ګډون جوړه شوې ده.
د طالبانو تر واک لاندې رسنيو له راپور سره سم، په دې غونډه کې د طالبانو لوړپوړو چارواکو لکه د طالبانو د رییس الوزرا اداري مرستيال عبدالسلام حنفي، د کورنيو چارو سرپرست سراج الدين حقاني، د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امير خان متقي او د دې ډلې د لوړو زده کړو سرپرست ندا محمد نديم ګډون کړی وو.
د دې غونډې په پرېکړهليک کې راغلي، چې طالبان دې «اسلامي شريعت، د افغانستان استقلال او موقعيت، ملي ګټو او د عصر غوښتنو ته په پام له نړۍ سره په تعامل کې لازم سياستونه په پام کې ونيسي».
د دې پرېکړهليک په نهمه ماده کې راغلي، چې ګډونوالو «د هيواد د امنيت او کلي ثبات په تړاو خوښي ښودلې» او د طالبانو له امنيتي بنسټونو يې غوښتي چې «فتنه اچوونکي او مخربې ډلې» دې نه پرېږدي چې د دې ډلې امنيت او ثبات وننګوي.
د دې غونډې ګډونوالو له نړيوالې ټولنې غوښتي چې له طالبانو سره دې «لازمې مالي مرستې» وکړي او د بانکي بنديزونو او د افغانستان د مالي زېرمو د ازادولو په تړاو دې «چټک ګامونه واخلي».
طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته په کابل او کندهار کې دې ته ورته غونډې جوړې کړې دي.
دې ډلې د ۱۴۰۱ لمريز کال د چنګاښ د مياشتې پر مهال د کابل د لويي جرګې په تالار کې غونډه جوړه کړه، په دې اړه راپورونه ورکړل شول چې د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده هم پکې ګډون او خبرې کړې دي.
طالبانو د دې غونډې کوم انځور خپور نه کړ او د خپلو رسنيو له لارې يې په سلګونو منسوب غږونه خپاره کړل.
