طالبانو په کابل کې د «علماوو او متنفذينو» په ګډون غونډه وکړه

اطلاعات روز: د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې دې ډلې په کابل کې د «د علماوو او متنفذينو ولسي غونډې» په نوم يوه غونډه جوړه کړې ده.

ښاغلي مجاهد نن (چهارشنبه، ۸ د وږي) پر ايکس ټولنيزې شبکې ليکلي، چې په دې غونډه کې «پر ملي وحدت، پرمختګونو او د نظام او خلکو تر منځ پر نورو همغږيو» تمرکز کېږي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي ټلويزیون راپور ورکړی چې دا غوڼده د کابل د علماوو د شورا په کوربتوب او د «سلګونو علماوو او ديني مشرانو» په ګډون جوړه شوې ده.

د طالبانو تر واک لاندې رسنيو له راپور سره سم، په دې غونډه کې د طالبانو لوړپوړو چارواکو لکه د طالبانو د رییس الوزرا اداري مرستيال عبدالسلام حنفي، د کورنيو چارو سرپرست سراج الدين حقاني، د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امير خان متقي او د دې ډلې د لوړو زده کړو سرپرست ندا محمد نديم ګډون کړی وو.

د دې غونډې په پرېکړه‌ليک کې راغلي، چې طالبان دې «اسلامي شريعت، د افغانستان استقلال او موقعيت، ملي ګټو او د عصر غوښتنو ته په پام له نړۍ سره په تعامل کې لازم سياستونه په پام کې ونيسي».

د دې پرېکړه‌ليک په نهمه ماده کې راغلي، چې ګډونوالو «د هيواد د امنيت او کلي ثبات په تړاو خوښي ښودلې» او د طالبانو له امنيتي بنسټونو يې غوښتي چې «فتنه اچوونکي او مخربې ډلې» دې نه پرېږدي چې د دې ډلې امنيت او ثبات وننګوي.

د دې غونډې ګډونوالو له نړيوالې ټولنې غوښتي چې له طالبانو سره دې «لازمې مالي مرستې» وکړي او د بانکي بنديزونو او د افغانستان د مالي زېرمو د ازادولو په تړاو دې «چټک ګامونه واخلي».

طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته په کابل او کندهار کې دې ته ورته غونډې جوړې کړې دي.

دې ډلې د ۱۴۰۱ لمريز کال د چنګاښ د مياشتې پر مهال د کابل د لويي جرګې په تالار کې غونډه جوړه کړه، په دې اړه راپورونه ورکړل شول چې د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده هم پکې ګډون او خبرې کړې دي.

طالبانو د دې غونډې کوم انځور خپور نه کړ او د خپلو رسنيو له لارې يې په سلګونو منسوب غږونه خپاره کړل.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه