طالبانو هلمند کې د شفري نسخو لیکلو په تور د نږدې ۵۰ ډاکټرانو کتنځايونه تړلي دي

انځور: استول شوی

اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو روغتیایي مسوولین وایي، چې تېره میاشت او روانه اونۍ یې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې دهغو ډاکټرانو ۴۸ کتنځایونه تړلي چې ناروغانو ته یې شفرې نسخې لیکلې.

د هلمند ولایت لپاره د طالبانو د عامې روغتیا رییس ډاکټر سیداحمد سعید وايي، د دې ولایت د عامې روغتیا ریاست د برسۍ کميسيون چې له تېرو پنځو میاشتو راهیسې په مرکز او ولسوالیو کې د درملو او خوراکي توکو برسي کوي، په دې ورستيو کې د ۴۸ ډاکټرانو کتنځايونه تړلي دي.

سعید وویل: «دا پروسه مو له تېرو ۵ میاشتو راهیسې راپېل کړې لومړیو کې مو ټولو ډاکټرانو ته مکتوب لېږلی بیا مو ډاکټران راټول کړي هغوی ته مو خبرداری ورکړی چې د شفرې نسخو څخه لاس واخلي مګر هغوی خبره عملي نه کړه او تېره میاشت ۴۰ او دغه روانه اونۍ اته د ډاکټرانو کتنځایونه  وتړل شول چې دوه لوي روغتونونه هم پکې شامل دي.»

نوموړی زیاتوي، چې د دغه ډاکټرانو یې یوازې کتنځایونه تړلي او کومه بله سزا یې نه ده ورکړې، خو په وينا يې که راتلونکي کې څوک شفري نسخې ولیکي عدلي او قضايي ارګانونو ته به يې معرفي کړي.

د هلمند خلک چې د شفري نسخو ليکلو څخه تنګ راغلي د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې په دې برخه کې جدي اقدام وکړي.

دا په داسې حال ده چې نه یوازې د هلمند خلک د شفرې نسخو څخه شکایت کوي بلکې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې خلک د ډاکټرانو د شفرې نسخو له امله د درملو په پیریدلو کې له ستونزو سره مخ وي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه