اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو روغتیایي مسوولین وایي، چې تېره میاشت او روانه اونۍ یې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې دهغو ډاکټرانو ۴۸ کتنځایونه تړلي چې ناروغانو ته یې شفرې نسخې لیکلې.
د هلمند ولایت لپاره د طالبانو د عامې روغتیا رییس ډاکټر سیداحمد سعید وايي، د دې ولایت د عامې روغتیا ریاست د برسۍ کميسيون چې له تېرو پنځو میاشتو راهیسې په مرکز او ولسوالیو کې د درملو او خوراکي توکو برسي کوي، په دې ورستيو کې د ۴۸ ډاکټرانو کتنځايونه تړلي دي.
سعید وویل: «دا پروسه مو له تېرو ۵ میاشتو راهیسې راپېل کړې لومړیو کې مو ټولو ډاکټرانو ته مکتوب لېږلی بیا مو ډاکټران راټول کړي هغوی ته مو خبرداری ورکړی چې د شفرې نسخو څخه لاس واخلي مګر هغوی خبره عملي نه کړه او تېره میاشت ۴۰ او دغه روانه اونۍ اته د ډاکټرانو کتنځایونه وتړل شول چې دوه لوي روغتونونه هم پکې شامل دي.»
نوموړی زیاتوي، چې د دغه ډاکټرانو یې یوازې کتنځایونه تړلي او کومه بله سزا یې نه ده ورکړې، خو په وينا يې که راتلونکي کې څوک شفري نسخې ولیکي عدلي او قضايي ارګانونو ته به يې معرفي کړي.
د هلمند خلک چې د شفري نسخو ليکلو څخه تنګ راغلي د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې په دې برخه کې جدي اقدام وکړي.
دا په داسې حال ده چې نه یوازې د هلمند خلک د شفرې نسخو څخه شکایت کوي بلکې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې خلک د ډاکټرانو د شفرې نسخو له امله د درملو په پیریدلو کې له ستونزو سره مخ وي.
