اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امير خان متقي له يوه پاکستاني پلاوي سره په خبرو کې ويلي، چې ځينې ستونزې د دواړو هيوادونو اړيکې زيانمنوي او د «لفظي شخړو» او «رسنيزو څرګندونو» پر ځای بايد د دې ستونزو عوامل وموندل شي.
د طالبانو د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال وياند حافظ ضيا احمد نن (چهارشنبه، ۱ د وږي) د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې دې پلاوي د پاکستان د ستراتېژيکو مطالعاتو د انسټيټيوټ د رييس سهيل محمود په مشرۍ د دې هيواد د سفير عبدالرحمان نظاماني په ملتيا په کابل کې له متقي سره ليدلي دي.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست په دې ليدنه کې ويلي، چې دا ډله «ژمنه او ډادمنه ده چې د افغانستان له خاورې هيچاته زيان نه رسېږي».
ده زياته کړې: «موږ باید د یو بل پر نېک نیت شک ونه لرو او د هر ډول چیلنجې مواردو مخنیوی وکړو.»
د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت په اعلاميه کې راغلي، چې د پاکستان د سټراټېژيکو مطالعاتو د انسټيټيوټ رييس د دې ليدنې پر مهال په پاکستان کې د امنيتي وضعيت په تړاو پېښو او اندېښنو ته په اشاره ويلي، «هېله لرو چې شته ستونزې د تفاهم له لارې حل شي».
په پاکستان کې د وسله والو بريدونو تر زياتېدو وروسته، د دې هيواد پوځي او حکومتي چارواکو په دې هيواد کې په تروريستي بريدونو کې د افغان وګړو د لاسرسي درلودلو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
همدا راز پاکستاني چارواکي د افغانستان له خاورې د تروريستانو د نه استفادې په تړاو طالبان د خپلو ژمنو په ماتولو تورنوي او وايي، چې تروريستان د افغانستان له خاورې د دوی د هيواد پر ضد استفاده کوي.
خو طالبانو وخت پر وخت دا تورونه رد کړي او وایي، چې هيڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د نورو هيوادونو پر ضد استفاده وکړي.
تر دې وړاندې، د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد يعقوب په توندو څرګندونو کې له پاکستاني چارواکو غوښتي و چې خپله «ناکامي» او «بېکفايتي» دې د افغانستان غاړې ته نه ور اچوي.
