متقي له پاکستاني پلاوي سره په ليدنه کې: د لفظي شخړو او رسنيزو څرګندونو پر ځای بايد د ستونزو عوامل پيدا کړو

Photo: HafizZiaAhmad1 via X

اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امير خان متقي له يوه پاکستاني پلاوي سره په خبرو کې ويلي، چې ځينې ستونزې د دواړو هيوادونو اړيکې زيانمنوي او د «لفظي شخړو» او «رسنيزو څرګندونو» پر ځای بايد د دې ستونزو عوامل وموندل شي.

د طالبانو د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال وياند حافظ ضيا احمد نن (چهارشنبه، ۱ د وږي) د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې دې پلاوي د پاکستان د ستراتېژيکو مطالعاتو د انسټيټيوټ د رييس سهيل محمود په مشرۍ د دې هيواد د سفير عبدالرحمان نظاماني په ملتيا په کابل کې له متقي سره ليدلي دي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست په دې ليدنه کې ويلي، چې دا ډله «ژمنه او ډادمنه ده چې د افغانستان له خاورې هيچاته زيان نه رسېږي».

ده زياته کړې: «موږ باید د یو بل پر نېک نیت شک ونه لرو او د هر ډول چیلنجې مواردو مخنیوی وکړو.»

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت په اعلاميه کې راغلي، چې د پاکستان د سټراټېژيکو مطالعاتو د انسټيټيوټ رييس د دې ليدنې پر مهال په پاکستان کې د امنيتي وضعيت په تړاو پېښو او اندېښنو ته په اشاره ويلي، «هېله لرو چې شته ستونزې د تفاهم له لارې حل شي».

په پاکستان کې د وسله والو بريدونو تر زياتېدو وروسته، د دې هيواد پوځي او حکومتي چارواکو په دې هيواد کې په تروريستي بريدونو کې د افغان وګړو د لاسرسي درلودلو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

همدا راز پاکستاني چارواکي د افغانستان له خاورې د تروريستانو د نه استفادې په تړاو طالبان د خپلو ژمنو په ماتولو تورنوي او وايي، چې تروريستان د افغانستان له خاورې د دوی د هيواد پر ضد استفاده کوي.

خو طالبانو وخت پر وخت دا تورونه رد کړي او وایي، چې هيڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د نورو هيوادونو پر ضد استفاده وکړي.

تر دې وړاندې، د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد يعقوب په توندو څرګندونو کې له پاکستاني چارواکو غوښتي و چې خپله «ناکامي» او «بې‌کفايتي» دې د افغانستان غاړې ته نه ور اچوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه