اطلاعات روز: د بشر حقونو څار په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (يوناما) د راپور تر خپرېدو وروسته چې د پخواني حکومت د چارواکو او نظاميانو پرخلاف يې د طالبانو په لاس د بشري حقونو د نقض موارد مستند کړي، ويلي چې «په افغانستان کې د طالبانو انتقامي وژنې پای نه لري».
د يوناما راپور چې نن ورځ خپور شوی پکې راغلي، چې دې دفتر د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې راهيسې بيا د روان ميلادي کال د جون د مياشتې تر ۳۰مې پورې د ۲۱۸ غير قضايي وژنو او ۱۴ جبري ورکېدنو په ګډون د بشري حقونو د نقض څه کم ۸۰۰ پېښې ثبت کړې دي.
د بشر حقونو څار اسيايي مرستيالې مديرې پاتريشيا ګوسمن ويلي، چې دا راپور د پخواني دولت له امنيتي ځواکونو سره د طالبانو د چلند په اړه اندېښنې تاييدوي.
ګوسمن زياته کړې، چې د واک تر نيولو وروسته د طالبانو مشرانو پخوانيو امنيتي ځواکونو ته د بښنې ژمنه ورکړه، خو دې امر د دې ډلې سيمهييز قومندانان د انتقامي بريدونو له کولو نه دې راګرځولي.
دې ويلي: «د نورو وژنو د مخنيوي، د عاملينو ځواب ويل او د قربانيانو کورنيو ته غرامت ورکول د طالبانو د رهبرانو مسووليت دی.»
يوناما په خپل راپور کې ويلي، چې د طالبانو د واکمنېدو له وخته يې د پخوانيو چارواکو او امنيتي او دفاعي ځواکونو د نيونې او زنداني کولو تر ۴۲۴ زياتې پېښې او د هغوی د شکنجه کولو ۱۴۴ پېښې ثبت کړې دي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د يوناما راپور رد کړی او ويلي يې دي چې د دې ډلې عمومي بښنه په عمومي توګه عملي شوې ده.
ده همدا راز له پخوانيو نظاميانو څخه د «شخصي او نامعلومو انتقام اخيستنو» پېښې تاييد کړي او ويلي يې دي چې دا موارد د طالبانو له لوري ارزول شوي دي. مجاهد د دې ارزونو پايلو ته اشاره نه ده کړې.
د طالبانو وياند يوناما د تبليغاتو د کولو په هڅه تورنه کړې او ويلي يې دي چې «د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې ځينې برخې د دې پر ځای چې د افغانستان عيني واقعيتونه درک او مثبت پرمختګونه وښيي، په پرلپسې توګه په منفي نقاطو پسې وي».
طالبانو وخت پر وخت د پخوانيو نظامينو د وژنې او همدا راز د بشري حقونو د نقض په اړه راپورونه رد کړي دي.
