د بشر حقونو څار: د طالبانو انتقامي وژنې دوام لري

اطلاعات روز: د بشر حقونو څار په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (يوناما) د راپور تر خپرېدو وروسته چې د پخواني حکومت د چارواکو او نظاميانو پرخلاف يې د طالبانو په لاس د بشري حقونو د نقض موارد مستند کړي، ويلي چې «په افغانستان کې د طالبانو انتقامي وژنې پای نه لري».

د يوناما راپور چې نن ورځ خپور شوی پکې راغلي، چې دې دفتر د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې راهيسې بيا د روان ميلادي کال د جون د مياشتې تر ۳۰مې پورې د ۲۱۸ غير قضايي وژنو او ۱۴ جبري ورکېدنو په ګډون د بشري حقونو د نقض څه کم ۸۰۰ پېښې ثبت کړې دي.

د بشر حقونو څار اسيايي مرستيالې مديرې پاتريشيا ګوسمن ويلي، چې دا راپور د پخواني دولت له امنيتي  ځواکونو سره د طالبانو د چلند په اړه اندېښنې تاييدوي.

ګوسمن زياته کړې، چې د واک تر نيولو وروسته د طالبانو مشرانو پخوانيو امنيتي ځواکونو ته د بښنې ژمنه ورکړه، خو دې امر د دې ډلې سيمه‌ييز قومندانان د انتقامي بريدونو له کولو نه دې راګرځولي.

دې ويلي: «د نورو وژنو د مخنيوي، د عاملينو ځواب ويل او د قربانيانو کورنيو ته غرامت ورکول د طالبانو د رهبرانو مسووليت دی.»

يوناما په خپل راپور کې ويلي، چې د طالبانو د واکمنېدو له وخته يې د پخوانيو چارواکو او امنيتي او دفاعي ځواکونو د نيونې او زنداني کولو تر ۴۲۴ زياتې پېښې او د هغوی د شکنجه کولو ۱۴۴ پېښې ثبت کړې دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د يوناما راپور رد کړی او ويلي يې دي چې د دې ډلې عمومي بښنه په عمومي توګه عملي شوې ده.

ده همدا راز له پخوانيو نظاميانو څخه د «شخصي او نامعلومو انتقام اخيستنو» پېښې تاييد کړي او ويلي يې دي چې دا موارد د طالبانو له لوري ارزول شوي دي. مجاهد د دې ارزونو پايلو ته اشاره نه ده کړې.

د طالبانو وياند يوناما د تبليغاتو د کولو په هڅه تورنه کړې او ويلي يې دي چې «د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې ځينې برخې د دې پر ځای چې د افغانستان عيني واقعيتونه درک او مثبت پرمختګونه وښيي، په پرلپسې توګه په منفي نقاطو پسې وي».

طالبانو وخت پر وخت د پخوانيو نظامينو د وژنې او همدا راز د بشري حقونو د نقض په اړه راپورونه رد کړي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه